
لیکواله: سټاسي الکُرن
ژباړه: روکیان
هغه کسان چې په ریښتیا غواړي متشبثین شي، له ځان سره خوبونه (Dreams) لري. دوی له ځانونو سره امپراطورۍ جوړوي! دوی هڅه کوي چې د نړۍ د نورو وګړو په پرتله مغایر او حیرانوونکي ښه کارونه ترسره کړي!
ددوی هڅه دا وي چې پخپله رشته کې د نورو خلکو په پرتله ډیر متفاوت و اوسي؛ ښه محصول او ښې چوپړتیاوې وړاندې کړي.
ډیر ځلي به مو لیدلي وي چې خلک د متشبثینو د مثبت اړخ په اړه خبره کوي خو هیڅکله یې هغه ویرونکی اړخ نه دی لیدلی او یا یې هم نه دي غوښتي چې د متشبثینو د بل مخ چې له ستونزو څخه ډک دی وڅیړي! راځئ زه به مو په اړه خبر کړم:
متشبثین هیڅکله پخپل تشبث کې ځانونه "مشران" نه بولي:
متشبثین هیڅکله پخپل تشبث کې ځانونه د خپل تشبث مشران نه بولي. که څه هم په حقیقت کې دوی د خپل تشبث هر اړخیز مشران وي خو د ډیرې تواضع له مخې هڅه کوي چې د "مشر" په سترګه نه بلکې د تشبث د یوه "مامور" په سترګه ورته ولیدل شي!
دوی هیڅکله ډیره تنخوا نه اخلي!
متشبثین د خپل تشبث د ځلولو لپاره بې خوبۍ تیروي؛ شپه او ورځ کار کوي چې خپل کاروبار د بریا تر وروستیو پوړیو ورسوي؛ پخپله د یوه ډالر خوراک کوي خو خپلې پیسې سپموي ترڅو په بازارموندنه یې ولګوي؛ په تبلیغاتو یې ولګوي او یا یو ښه د فروشاتو ټیم جوړ کړي!
دوی بس د موچي په څیر، جوړ بوټان نه لري او یا هم د کولال په څير روغ جام!
د ژوند توازن یې ګډوډ وي!
د تشبث په لومړیو کې دوی تر ډیره غیرمترقبه امور اداره کوي؛ د خپل کاروبار د ښې ادارې لپاره شپه او ورځ کار کوي. ناڅاپه د شپې په نیمایي کې له خوبه را ویښ شي، کمپیوټر چالان کړي: هغه برښنا لیک چې نن ورته د مشتري لخوا راغلی وګوري او په دې فکر شي چې څنګه یې ښه ځوابولی شي! دوی له ۸ څخه تر څلورو په کارکولو باور نه لري! دوی تر هغه کار کوي ترڅو یې چې کار پای ته نه وي رسولی!
که چیرې په رخصتۍ هم لاړ شي، بیا هم د خپل کاروبار په اړه فکر کوي؛ نه رخصتي او نه هم تفریح پرې لګیږي (خوند ترې نشي اخیستلی!)
ددوی د ګاډي بې نظمي د کور له بې نظمۍ کمه نه وي! کله،کله خو د دفتر په رسمي کالیو کې ویده کیږي هم!
پټ ملاتړیز ټيم درلودنه:
متشبثین اړتیا لري چې د خپلو امورو د ښه انسجام په موخه نه یوازې د دفتر دننه د تدارکاتو، ادارې، او مالي امورو غوره ټيم ولري بلکې کور دننه هم باید سالم او باحوصله غړي ولري.
څوک به دې نه خوښوي هم!
متشبثین خپل تشبث د خپل ماشوم په څیر لویوي؛ او روزي یې! خو بیا هم ځینې کسان موندل کیږي چې یوه ورځ یې په مخ کې ودریږي او ورته ووایي:"ته په ریښتیا هغه ډول زموږ پاملرنه نه کوې څومره چې موږ ستا کاروبار مخ ته وړو!
روحیات لوړ ساته!
باور مو وشه چې ډیرې شپې داسې راغلي چې زه کور ته په داسې حال کې تللې یم چې ژړل به مې ځکه هغه نوی محصول چې ما رامنځته کړی و، دد پلور ټیم نه خوښیده! دوی ډلیزه استعفیٰ وکړله! ما به دغه مهال کور کې ژړل! په ژړا کې به ویده شولم خو سبا به چې راغلم ټوله هڅه به مې دا وه چې په شنډو مې موسکا وي؛ تندی مې غوړیدلی وي!