
برېتانوی « جان ویټاکر» د هغو میلیاردرانو له ډلې دی چې شخصي ژوند او د بریا راز یې تر اوسه پټ ساتلی دی.
د برېتانیا د تېلګراف ورځپاڼې د معلوماتو له مخې هغه له رسنیو پټ کس دی چې تر اوسه یې کومه مرکه نه ده کړې.
نوموړی په ۱۹۴۲ زېږدیز کال کې د انګلستان په لانکاشېر کې زېږېدلی. زده کړې یې د « پرویر پارک» په نوم د کاتولیکانو په یوه لیلیه کالج کې کړې دي.
وړاندې له دې چې له کورنۍ سوداګرۍ سره یو ځای شي، غوښتل یې چې کشیش شي. وروسته د خپلې کورنۍ له کاروبار سره یو ځای شو. نوموړی اوس د « پیل ګروپ» په نوم د کمپنیو د یوه ستر ګروپ مشر دی.
دغه ګروپ د جایدادونو، رسنیو او زېربنا په برخو کې ونډې لري. نوموړي دری کاله وړاندې د برېتانیا په مانچیسټر کې د « ټرافورډ سنټر» په نوم یو مشهور سوداګریز مرکز پر کپیټل شاپېنګ سنټر باندې وپلوره.
ده د دغه مرکز په بدل کې له کپیټل شاپېنګ سنټر څخه د پیسو پر ځای د دغه کمپنۍ څلورمه برخه ونډې واخیستلې. د همدې ونډو له لارې جان اوسمهال د کپنیټل شاپېنګ سنټر چې اوس یې نوم اېنټو ته اوښتی مرستیال دی.
په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د اېنټو ګروپ له سوداګریزو مراکزو په برېتانیا کې په کال کې ۳۰ میلیونه کسان لیدنه کوي.
د پیل په نوم د جان د کمپنیو ګروپ پر نورو کارونو سربېره په برېتانیا کې د رسنیو د ښار په نوم د رسنیو لپاره یو ځانګړی ځای جوړ کړی.
په دغه رسنیز ښار کې د بي بي سي یو ستر دفتر هم دی چې ۲۷۰۰ کسان په کې کار کوي.
دغه دفتر له ۲۰۱۱ زېږدیز کال راهیسې «میډیا سیټي یو کې» ته انتقال شوی دی.
په رسنیز ښار کې یې سترې سټېډیوګانې دي چې د جېمز بانډ او هېري پاټر په څېر مشهور سریالونه په کې جوړ شوي دي.
د جان ویټاکر وروستۍ او یوه ستره معامله د « لېورپول جان لېنن» په نوم د یوه هوايي ډګر بېرته اخیستل وو. دا هوايي ډګر په برېتانیا کې یو له تر ټولو بوختو هوايي ډګرونو شمېرل کېږي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر په ۲۹ مه نېټه د جان ویټاکر پانګه دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په برېتانیا کې ۱۹ ام ځای لري.
واده یې کړی، څلور اولادونه لري او د برېتانیا د من په جزیره کې ژوند کوي.
ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.