د میلیاردرانو ۲۱ کتابونه چې تاسې ته د نړۍ رهبري کول درښيي/ دویمه برخه


۴. « د بافېټ مقالې» د وارن بافېټ لیکنه
د برکشیر هېټوې ۸۵ کلن رییس او اجرایوي مشر په نړیواله کچه د یوه مخکښ پانګوال په توګه پېژندل کېږي. دغه کتاب خپلو شریکانو ته د وارن د لیکنو ټولګه ده. په هر لیک کې نوموړي د خپل کاروبار بېلابېل اړخونه او د پانګونې فلسفه تشریح کړې ده. سره له دې چې موضوعات مغلق ښکاري؛ خو د دغه میلیاردر د لیکلو بڼه ساده او د لوستلو وړ ده. نوموړی معمولا مفاهیم د حکایاتو په مرسته تشریح کوي.
۵. « د فکر په چټکتیا کاروبار» د بېل ګټس لیکنه
بېل ګټس تر ۷۹ میلیارده ډالرو د ډېرې پانګې په لرلو سره د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی چې د ځمکې د مخ لږ خلک به یې نه پېژني. « د فکر په چټکتیا کاروبار» کتاب کې نوموړي دا تشریح کړې چې د کاروبار او ټنکالوژۍ ترمنځ اړیکه څه ډول ده. هغه په خپل کتاب کې له مایکروسافټ او جنرال موټورز څخه د مثالانو په وړاندې کولو سره څرګنده کړې چې سوداګري د عملیاتي پراختیا لپاره یوازې یوه لاره لري او هغه تکنالوژي ده. سره له دې چې کتاب یې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۰ لسیزه کې خپور شوی؛ خو وړاندوینې او افکار یې اوس هم دقیق او د کارېدنې وړ دي.
۶. « بلومبرګ» د مایکل بلوم برګ لیکنه
دغه کتاب په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې پنځه کاله وړاندې له دې چې نوموړی د نیویارک ښاروال شي خپور شوی دی. په دغه کتاب کې چې د نوموړي بیوګرافي ده، بلومبرګ هغه لارې چارې ښوودلې چې پر مټ یې یوه امپراتوري رامنځته کړې ده. نوموړی د خپلو کړنو له لارې لوستونکی رهبري کوي. دی لوستونکي ته ښيي چې څنګه په سالومان براډرز کې بریالی شو او ولې په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې له دې کمپنۍ اخارج شو. دغه راز مو پر دې پوهوي چې څنګه یې له دندې د لرې کېدو په بدل کې په ترلاسه کړو پیسو یوه کمپنۍ جوړه کړه چې اوس پر یوه امپراتورۍ بدله شوې. کتاب د مدیریت او رهبرۍ اړوند د صادقانه افکارو ډک دی چې ټول یې د بلومبرګ د شخصي تجربو پایله ده.
۷. « له صفره تر یوه» د پیټر ټيل لیکنه
دغه کتاب د بحث وړ یوې فرضیې پیل دی چې وايي رقابت د پایلوونکو لپاره دی، پانګوال باید انحصارات رامنځته کړي.
د پې پال او پلاناټیر بسنټګر په دغه کتاب کې د نوښت پر اهمیت بحث کړی او وړاندیز کوي چې د نوي شي د رامنځته کولو له لارې مارکېټ خپل کړئ. دی د هغه څه لپاره چې وړاندې لا بازار ته راغلي وي، رقابت ګټور نه بولي. د ټیل له فلسفې سره ښايي مخالف وی؛ خو له دې سره سره په کتاب کې ډېر د بحث وړ اډیاوې شته.
۸. « ماته ټېډ وايي» د ټېډ ټورنر لیکنه
سره له دې چې تورنر ډېر پانګونې کړې؛ خو د مشهور کېدو لامل یې د لومړي ځل لپاره د داسې یوه کېبلي چنیل جوړول وو چې ۲۴ ساعته خبرونه خپروي او هغه مشهور چینل سي اېن اېن دی. نوموړی دغه راز د اتلانتا براویز پخوانی مالک دی. ټېډ په خپله اتوبیوګرافۍ کې د بریالیتوب خپله غیر متعارفه لاره تشریح کړې ده. ده په دغه کتاب کې له برون پوهنتون څخه له اخراجه، د خپل پلار د کمپنۍ تر چلولو او له یوې کوچني چنیل څخه د رسنیو د یوې امپراتورۍ تر رامنځته کولو خپل ژوند انځور کړی دی.