د پښتونخوا حکومت لخوا د سعودي عربستان سره د اختر کولو وړانديز

د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د پښتونخوا د اعلى وزير امير حيدر خان هوتي په مشرۍ په غونډه کې، چې د پښتونخوا د اوقافو وزير هم په کې برخه لرله او ورسره يو شمېر ځاى ديني عالمانو په کې په ځانگړي توگه ونډه اخستې وه د پښتونخوا حکومت ته وړانديز وکړ، چې په پښتونخوا کې دې د سعودي عربستان سره يوځاى د اختر او روژې اعلان وکړى شي مثبت او غوره گرځولى په غونډه کې پريکړه شوې، چې دغه وړانديز دې مرکزي حکومت ته هم وشي، چې په پاکستان کې د اختر او روژې په نيولو کې د يوې ورځې اختلاف له منځۀ لاړشي که څه هم د تېرو څو کلونو راهسې په پاکستان کې د روژې او د اختر په کولو يو ورځ اختلاف رامنځته کيږي د پښتونخوا د سيمې ديني عالمان د مرکزي حکومت د مياشتې د ليدو د کميټۍ د اعلان څخه يوه ورځ مخکې د روژې او د اختر اعلان کوي،چې په دې سره د پښتونخوا او د مرکز ترمنځ د يوې ورځې اختلاف رامنځته شي او د پښتونخوا ديني عالمان په استبدلال کې وايي، چې د پښتونخوا په ځنې سيمو کې مياشت وليدل شوه خو دغه استبدلال ورسره د مرکزي حکومت لخوا جوړه شوې کميټي نه مني او هغوى يې په خپل استبدلال کې وايي، چې يواځې يوې سيمې د مياشتې د ليدو شهادت مونږ ته د منلو نه دى ترڅو، چې په ټول پاکستان کې په بېلابېلو سيمو کې مياشت ونه ليدل شي د يوې سيمې شاهدي د منلو نه ده او شرعي حيثيت نه لري نو همدا خبره ده، چې په پښتونخوا کې يوه ورځ وړاندې روژه او اختر شي او په نور پاکستان کې بيا وروسته اعلان شي، چې په دې سره د يوې خوا د اسلامي نړۍ وحدت تاوان پيښيږي او له بلې خوا پخپله په پاکستان کې هم ملي يووالي او وحدت ته صدمه رسيږي. که چېرې د پښتونخوا د حکومت لخوا دغه وړانديز، چې د سعودي عربستان سره دې اختر او روژه ونيول شي نو پرځاى او غوره اقدام دى د يوې خوا به د اسلامي نړۍ سره وحدت رامنځته شي او د بلې خوا پخپله په پاکستان کې هم يووالى او وحدت وي. او په يو ه ورځ به اختر اويا روژه ونيول شي.
qadirandewal@yahoo.com
Pakhtoonpost@gmail.com