
د چینايي میلیاردر « وانګ وېجېنګ» د ژوند او بریا کیسه په زړه پورې ده. نوموړی د چین د «جیانګشي» ولایت د « شانګرو» په نوم په یوه کلي کې زېږېدلی دی. پلار یې په همدې کلي کې بزګر و. وانګ په خپل ښوونځي کې د تکړه زده کوونکو له ډلې څخه و، له همدې کبله یې ان په ۱۵ کلنۍ د خپل ولایت د مالیاتو او اقتصاد په پوهنتون کې د زده کړو فرصت ترلاسه کړ.
له پوهنتون څخه په ښو نومرو د فراغت پر مټ یې ډېر ژر په پلازمېنه بیجېنګ کې دولتي دنده ترلاسه کړه. وانګ د خپل کلي یوازینی کس و چې په پلازمېنه کې پر یوه دولتي دنده ګومارل کېږي.
نوموړي ته حکومت دنده وسپارله چې د دولتي ادارو مالي سیستم کمپیوټري کړي. د خپل کار پر مهال متوجه شو چې د مالیاتو کمپیوټري کول د کاروبار لپاره یو غوره فرصت دی. د ۲۴ کلونو و چې دولتي دنده یې پرېښووده او د پوهنتون د دورې له خپلو ملګرو څخه یې ۵۵۰۰ ډالر را ټول کړل او د «UFIDA» په نوم یې د سافټوییرو کمپنۍ په ۱۹۸۸ ام کال کې جوړه کړه.
د کار په لومړیو وختونو کې له سختو مالي ستونزو سره مخ شو. د سافټوییرونو لپاره یې وړاندیزونه کم وو او دولت هم په بیجېنګ کې یوازې دولتي کمپنیو ته پورونه ورکول.
وانګ له بلومبرګ سره په مرکه کې ویلي له دومره ستونزو سره سره دوی پر خپله وړتیا باور درلود او هیله من وو چې حتما به خپلو سافټوییرو ته بازار پیدا کوي.
د وانګ کاروبار هغه وخت د پراختیا فرصت ترلاسه کړ چې د چین د مالیې وزارت د دوی سافټوییر د مالي چارو لپاره په رسمیت وپېژانده. د همدغه کار په برکت په یوه کال کې یوفیډا په چین کې د مالي سافټ وییرو پر مخکښه کمپنۍ بدله شوه.
وانګ وېجېنګ اوس هماغه د ۵۵۰۰ ډالرو له کاروبار میلیاردر شوی دی. کمپنۍ یې چې اوس یې نوم « یون یو» ته اوښتی د علي بابا په څېر له سترو شرکتونو سره شراکت لري.
د نوموړي د کمپنۍ د ونډو بیه په تېر کال کې تر دوه چنده هم لوړه شوې ده. دلیل یې دا دی چې تېر کال یې له علي بابا سره شراکت پیل کړ. په جولای کې دواړو شرکتونو هوکړه وکړه چې د برېښنايي سوداګرۍ، لویو ډېټاوو او اعلاناتو په برخو کې به سره همکاري کوي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر په ۲۸ مه نېټه د وانګ وېجېنګ پانګه دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په چین کې ۴۶ ام ځای لري.
واده یې کړی، یو اولاد لري او په بیجېنګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.