
لومړۍ برخه
که غواړی چې امپراتوري رامنځته کړی او یا هم لږ ترلږه په خپل مسلک کې تر نورو مخکې شی، څوک به تر هغه کس ښه مشوره درکړي چې خپله په یوه برخه کې بریالی شوی او میلیاردونه ډالر یې پیدا کړي دي.
له همدې کبله موږ ۲۱ هغه کتابونه چې میلیاردرانو لیکلي درته راټول کړي دي. البته دا د هغو میلیاردرانو کتابونه دي چې شتمنۍ یې خپله پیدا کړې یا په بل عبارت له چا په میراث نه دي ورته پاتې. د بېلګټس له سوداګریزو افکارو د ریجارډ برانسون د رهبرۍ تر درسونو پورې له دغو کتابتونو به تاسې تر یوه ټولګي ډېر څه زده کړئ.
د همدې کتابتونو پر مټ به پوه شی چې دغو کسانو څنګه په خپلو برخو کې د دوی په وینا ناشونې بریاوې ترلاسه کړې دي.
۱. د ریچارډ برانسون« د ویرجین لار» کتاب
سره له دې چې برانسون اعتراف کوي، په ټول ژوند یې د رهبرۍ اړوند کوم کتاب نه دی لوستی؛ خو شاوخوا ۵۰ کاله بریالۍ سوداګرۍ ور زده کړي چې څنګه یو کاروبار جوړ کړي. د « ویرجین لار» کتاب چې د ویرجین ګروپ بنسټګر ریچارډ برانسون لیکلی د مدیریت او پانګونې په اړه غوره وړاندیزونه لري. دغه راز نورو ته د غوږ نیولو او د ښو کارکوونکو د ګومارنې پر اهمیت مو پوهوي.
برانسون په کتاب کې د خپلو بریاوو او ناکامیو د بیان په اړه صادق دی، د بېلګې په توګه په ۱۹۹۰ کلونو کې د ویرجین کولا د رامنځته کولو لپاره د خپلې هڅې کیسه کوي.
په ټولیز ډول کتاب د هغه چا د ژوند په اړه یوه اجمالي او قانع کوونکي کیسه ده چې هېڅ وخت له ننګونو مخ نه اړوي.
۲. « د پرمختګ پر لور» د هوارډ شولټز کتاب
شولټز په ۲۰۰۰زېږدیز کال کې د سټاربک له اجرایوي مشرۍ استعفا وکړه؛ خو په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې بېرته دغه پوست ته وروسته له دې راستون شو چې کمپنۍ له مالي کړکېچ څخه د راوتلو لپاره هڅې کولې. «د پرمختګ پر لور» کتاب تاسې ته ښيي چې څنګه دغه میلیاردر د قهوې دغه نړیواله شبکه له ماتې وژغورله. لوستونکي به د کتاب تر لوستلو وروسته پوه شي چې شولټز څنګه په موقتي ډول په امریکا کې د سټاربک ۷۰۰۰ هټۍ وتړلې او څنګه یې کمپنۍ بېرته پرته له دې چې خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکړي، د پرمختګ پر لور برابره کړه. لوستونکي به دغه راز زده کړي چې شولټز څنګه خپلې سوداګریزې سټراټیژۍ سره تنظیموي. دغه کتاب په حقیقت کې یوه صادقانه او له شوره ډکه وینا ده چې پانګوال او بل هر څوک هڅوي چې له سختیو سره په جرئت مخ شي.
۳. « څنګه د سوداګرۍ په لوبه کې بریالي کېدای شو» د مارک کوبان کتاب
دغه کتاب د پانګونې په اړه د « ډالاس ماویریکس» د مالک او مشهور پانګوال مارک کوبان د افکارو او شخصي بلاګونو ټولګه ده. ده په ډېر صداقت د ځان په اړه لیکلي چې څه ډول هغه څوک« دی په خپل» چې په ۲۰ کلنۍ کې یې د اوسېدو د ځای د نه شتون له کبله د خپل ملګري په کوچ کې ویده کېده، اوس د خپلې کمپنۍ او میلیاردونه ډالرو مالک دی. دغه کتاب د ژمنتیا او هڅو یوه کیسه ده.
کوبان لیکي سره له دې چې په کمپیوټر ډېر نه پوهېده؛ خو په دې برخه کې خپل رقیبان یې له دې کبله مات کړل چې ډېر وخت به یې د هغو سافټوییر په اړه مطالعه کوله چې خپلې کمپنۍ یې پلورل.
ژباړه
نور بیا....
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.