په جرمني کې د نړیوال علمي سیمینار خبرتیا او بلنه

 
د افغانستان  د کولتوري ودې  ټولنه  
 
 د افغانستان د کولتوري ودې  ټولنه په پام کې  لري چې  په جرمني کې   د روان کال د دسمبر په میاشت کې  یو نړیوال علمي سیمینار د (افغانستان او سیمه کې  نوي بدلونه او اندیښنې  ) تر سرلیک لاندې  جوړ کړي .
د افغانستان د کولتوري ودې  ټولنه ټولو هیوادوالو او د ټولنې  غړو ته په ډیر درناوي بلنه ورکوي چی په خپل ګډون سره  دا غونډه لا درنه او ګټوره کړي .
د سیمینار نوم : افغانستان او سیمی کی نوي  بدلونونه او اندیښنې  . 
موضوعات   :
۱- په سیمه کی نوي  اقتصادي بدلونونه، سیالۍ ، اړیکې او د افغانستان لپاره غوره دریځ  ،
۲- افغانستان او په سیمه کی نوی سیاسي معادلی  ( پوځي ، سیاسي او مذهبي)  ،
۳-  د سیمي هیوادونو سره   د اړیکو څرنګوالی او نوی تعریف  ،
په سیمینار کې  به افغان کارپوهان له بېلابېلو هیوادونه څخه ګډون وکړي او خپلی مقالی به وړاندی کړي ،
د دی تر څنګ ټول ګډونوال کولای شي د موضوعاتو په هکله خپل نظرونه او پوښتنې  وړاندې  کړي  .
نېټه  : د یکشنبې  ورځ  ۲۰۱۵/۱۲/۱۳ 
 وخت :  دوه   بجې  
ځای :  EVENT  PALAST
Max-Plank  - Strasse  9a
50354       Hürth
Germany  
E-Mail :           
info@event palast .com
اړینې  شمیرې :
0049 (0)2235717980
0049 (0) 17678688902   
په درنښت 
د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه