
مالگه د سوډیم Na اوکلورین Cl دعنصرو له ایون Ions څخه جوړہ شوې،چې په عامه اصطلاح د خوړومالگه Common Salt ورته وايي ( Sodium Chloride )
[ NaCl ].
مالگه په خپله د وجود لپاره د ضروري اولازمی خوراکي توکوڅخه دہ چې په خوړو کې گډیږی،
۱) غذا لذت دارہ او خوندورہ شي.
۲) د خوراکي توکو دپاکۍ او محفوظ ساتندویه دہ.
۳) د ویني د فشارد جگوالې او ټیټوالې د ادارہ کولوگټورعامل دہ.
۴) سوډیم د وجود د ټولو حُجرو د فعالیت لپاره ډیرمھم عنصر گڼل کیږي.
الف؛ که چیرته مالگه په بدن کشی کمه شي نوکھالي او عضلاتي قولنج یا تشنج را منځ ته کړي، د وینی فشارھم ټیټ شی.
ب؛ چې خوراک ېی زیات او کچه يې لوړہ شی، سبب د وینی د جگ فشار، یا حمله د زړہ او سکته د مغز د وخت په تیریدو سرہ رامنځته کيږي.
د مالگي موجودہ روغتیاييهدایت:
سوډیم Sodium چې له مالگي څخه ترلاسه کیږی، ورځنی اړتیا ېی له 1500 Mg (ميلېگرامه) تر 2300 Mg پوری دہ. دا له دوہ گرام ترڅلورنیم گرام مالگي څخه ترلاسه کیږی.
لیکن زیات شمیرخلک ھرہ ورځ تر یوہ نیمه کاشوغه ( ½1 ) زیاته مالگه خوری چې اته یا نھه ( 8 یا 9 ) گرامه کیږی.
دا په خپله تخمینآ 3,400 Mg سوډیم کیږی چې د وجود لپاره مضر تمامیږی.
لھذا؛ پورته ذکر نښو ته باید ژورہ پاملرنه وشي او په خوراک کې د مالگي منځ دریځي/ اعتدال حتمي دې.
ډاکټر نجیب خټې