
« ډونالډ سټېرلېنګ» امریکایی میلیاردر دی چې له جایدادونو او لوبو څخه یې شتمني پیدا کړې ده.
نوموړی د ۱۹۳۴ زېږدیز کال د اپرېل په ۲۶ مه نېټه زېږېدلی. د هغه کورنۍ له ختیځې اروپا د متحده ایالاتو لاس انجلس ته کډواله شوې وه. دی لا د دوو کلونو و چې کورنۍ یې امریکا ته ولاړه. لومړنۍ زده کړې یې د لاس انجلس د تیوډر روزوېلټ په ښوونځي کې وکړې. په ښوونځي کې د زده کړو ترڅنګ د جمناستیک د ټیم غړی او د ټولګي نماینده هم و.
د قوانینو په برخه کې لوړې زده کړې یې د کلفورنیا په دولتي او سوډ ویسټرن پوهنتونونو کې کړې دي.
په پنځه ویشت کلنۍ کې هغه مهال چې واده یې کړی و، ده او مېرمنې یې د خپل تخلص د بدلولو پرېکړه وکړه. د ډونالډ کورنۍ نوم په لومړي سر کې « توکو ویټز» و؛ خو د ځینې کاروباري دلایلو له کبله یې په ۱۹۵۹ زېږدیز کال کې سټېرلېنګ ته واړاوه.
ډونالډ د زده کړو تر بشپړولو وروسته د طلاق او خصوصي صدمې په برخه کې وکیل شو. د وکیل په توګه د کار کولو پر مهال یې پیسې سپما کړې او بلاخره یې د جایدادونو سوداګرۍ ته مخه کړه. پیل یې په بېورلي هېلز کې د ۲۶ اپارتمانونو لرونکې یوې ودانۍ له پېرلو وکړ. په ۱۹۶۰ زېږدیز کال کې یې د لیزر ټاور په نوم د سترو اپارتمانونو یوه ودانۍ چې د لاس انجلس په ویسټ ووډ سیمه کې وه وپېرله. د دې ودانۍ نوم یې وروسته سټېرلېنګ ټاور ته بدل کړ.
په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د کلفورنیا بېنک بیولډېنګ په نوم ودانۍ هم واخیستله. د جایدادنو او املاکو په برخه کې تر بریا وروسته ډونالډ د سپورټ برخې ته مخه کړه.
په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې یې د « L.A. Clippers» په نوم د بسکېټ بال ټیم په ۱۲،۵ میلیونه ډالره واخیست. وروسته همدا ټیم د نوموړي لپاره د شتمنۍ یوه مهمه سرچینه شوه؛ خو تېر کال نوموړي دغه ټیم له لاسه ورکړ.
د ۲۰۱۴ کال په اپرېل میاشت کې ډونالډ پر دې سربېره چې ټیم یې له لاسه ورکړ دوه نیم میلیونه ډالره جریمه هم شو. دغه راز د تل لپاره د بسکېټ بال په لیګ کې له ګډون هم بې برخې شو او د دې لوبې لیګ نوموړی مجبور کړ چې خپل ټیم هم وپلوري.
له ډونالډ سره سره دا ټول له دې کبله وشول چې خپلې معشوقې ته یې له تعصبه ډکې څرګندونې وکړې.
د بسکېټبال ټیم یې مېرمنې « شیلي» د مایکروسافټ پر میلیاردر سټیو بالمر په دوه میلیارده ډالره وپلوره.
په اګېسټ میاشت کې یې هڅه وکړه چې شیلي ته طلاق ورکړي؛ خو بریالی نه شو.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر د ۲۴ مې نېټې د شمېرو له مخې د نوموړي پانګه دری اعشاریه یو میلیارده ډالره بلل شوې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۲۵ ام ځای لري.
دری اولادونه لري او د کلفورنیا په بېوري هېلز کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.