څېړنه: په جون کې بچي مه زیږوئ.

 
دامریکا دانډیانا پوهنتون څیړونکود تناسلي طب امریکايي ټولنې په یوه غونډه کې ویلي دي، چې دجون میاشت دبچي زیږولو لپاره وړ او غوره وخت نه دی.
 څیړونکي وايي: دجون میاشت دکال تر ټولو ککړه هغه وي، ددې امکان شته، چې حمل خپله ټاکلې موده دمور په خېټه کې پوره نه کړي او له وخته وړاندې نړۍ ته راشي.
  له بل پلوه دیسمبر میاشت بیا د زیږون لپاره غوره او وړ میاشت ده، ځکه په دې وخت کې دښځی ویټامین D ډیر وي، که چیرې یوه ښځه په جون کې حمل واخلي باید په  منظمه توګه  ډاکتر ته ولاړه شي او د ډاکتر له سپارښتنو سره وخت تیر کړي.