څېړنه: څلورمه برخه سړي دښځو په څېر له میاشتنۍ ناروغۍ څخه ځوریږي.

 
دڅیړنو له مخې مالومه شوې ده، چې  څلورمه برخه سړي هم  له هغو لنډمهالو ستونزو څخه ځوریږي، چې ښځې له میاشتنۍ ناروغۍ وړاندې او وروسته  ورڅخه ځوریږي، دبیلګې په توګه  بدمزاجي،دلوږې احساس، دردونکي تشنجات او ....
په انګلستان کې پوهانو ثابته کړې ده، چې  څلورمه برخه  سړي (دسړیو میاشتنۍ ناروغي) لري او دا کټ مټ هغه ډول  عوارض لري لکه دښځو هغه یې، چې لري، هره ښځه دمیاشتنۍ ناروغۍ وړاندې دستړیا، لوږې ، رواني ناارامي، دمزاج خرابي څخه ځوریږي، ځینې سړي هم ورته ستونزې او عوارض لري.
په دې سروی کې نږدې ۲۴۱۲ کسانو ونډه درلوده، چې نیمايي یې ښځې وي، ۲۰٪ ښځو دا منلې ده، چې میړونه یې  میاشتنۍ ناروغي لري او ۲۶٪ سړیو هم منلې ده، چې دوی هره میاشت په منظمه توګه له  میاشتنۍ ناروغۍ څخه ځوریږي.
۵۱٪ سړي دستړیا احساس کوي، ۴۷٪ بیا د لوږې احساس کوي او ۴۳٪ بیا دمزاج دخرابۍ له کبله  سرټکوي، ۴۳٪ ښځو په سروي کې له دې پرته پورته کړې ده،چې دمیاشتنۍ ناروغۍ پرمهال له خپلو مېړنو سره وړ مرسته او لاسنیوې کوي.