
« وارن سټېفنز» امریکایی میلیاردر او د مالي خدماتو په برخه کې مشهوره څېره ده.
نوموړی د ۱۹۵۷ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۱۸ نېټه د متحده ایالاتو د ارکنزاس ایالت په لېټل راک کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د لېټل راک په سیمه کې کړې او منځنۍ زده کړې یې د الباما د « مانټګومېري» په نوم ښوونځي کې بشپړې کړې دي. له دغه ښونځي په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې فارغ شوی دی.
په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې د « واشنګټن اېنډ لي» پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی دی. په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې یې اېم بي اې د « وېک فورېسټ» له پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.
د نوموړي پلار پانګوال و چې د مالیاتو په برخه کې یې کاروبار کاوه. هغه له خپل ورور سره د پانګونې یو بانک جوړ کړی و. د دغه بانک لومړنۍ پانګه یوازې ۱۵ زره ډالره وه.
د زده کړو تر بشپړولو وروسته وارن هم د خپل تره او پلار د مالي خدماتو له کمپنۍ سره چې د پانګونې له هماغه بانکه رامنځته شوې شوه یو ځای شو. په لومړي سر کې د شرکت د مالي برخې مرستیال و. په ۱۹۸۳ زېږدیز کال کې د همدې څانګې د مشر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۸۶ زېږدیز کال د فبروۍ په ۱۸ نېټه د سټېفنز اېنک رییس او اجرایوي مشر وټاکل شو.
نوموړي د مالي خدماتو په دې کمپنۍ کې د کار پر مهال هڅه وکړه چې د خپلو ونډو کچه لوړه کړي، تر دې چې په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې یې د کورنیو له غړو څخه ټولې ونډې وپېرلې او سټېفنز اېنک یې خپل کړ.
د مالي خدماتو دغه بنسټ چې اوس یې یوازینی مالک وارن دی د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۲۵ دفترونه او ۷۰۰ کارکوونکي لري.
مرکز یې اوس هم د وارن د زوکړې په سیمه یعنې لېټل راک کې دی.
ده پر دغه مالي بنسټ سربېره د « لاس وېګاس رېویو ژورنال» په نوم یوه رسنۍ هم درلوده چې فوربس مجله وايي سږ کال یې په ۴۰۰ میلیونه ډالره پلورلې ده. دغه راز یې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د « ویکېنګ رېنج» په نوم یوه کمپنۍ په ۳۸۰ میلیونه ډالره وپلورله.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر د ۲۲ مې نېټې د شمېرو له مخې د وران سټېفنز پانګه دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۲۵ ام ځای لري.
واده یې کړی، دری اولادونه لري او په ارکنزاس کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.