هېربرېټ سیمون؛ د خیاط زوی چې میلیاردر شو


امریکایی « هېربرېټ سیمون» یو له هغو کسانو څخه دی چې نوم یې د فوربس مجلې د سېلف مېډ بیلونرز یا پر خپل هڅو د میلیاردر شویو کسانو په لېست کې راځي.
نوموړی د ۱۹۳۴ زېږدیز کال د اکټوبر په ۲۰ نېټه د نیویارک په بروکلین کې زېږېدلی. د سیمون کورنۍ له مرکزي اروپا څخه امریکا ته کډواله شوې وه.
پلار یې په خپله سیمه کې خیاطي کوله. تر ده مشر ورور یې مېلوین سیمون له سوداګریزو مراکزو سره د اجارې د استازي « لیزېنګ اجېنټ» په توګه کار کاوه.
په دې برخه کې تر څو کاله کار وروسته یې له خپل کشر ورور هېربرېټ سره په ۱۹۵۹ زېږدیز کال کې د اجارې یوه کمپنۍ جوړه کړه. پر دې کمپنۍ یې د « Melvin Simon & Associate» نوم کېښوود. په کمپنۍ کې له دریو دوې برخې ونډې د مېلوین وې او پاتې یوه برخه د هېربرېټ.
په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې دا کمپنۍ عامه شوه. له دې معاملې دواړو وروڼو یو میلیارد ډالره ترلاسه کړل چې تر دغه وخت په امریکا کې د جایدادونو په برخه کې د فعالو کمپنیو د ونډو لپاره تر ټولو لوړ وړاندیز و.
په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې یې کمپنۍ د « DeBartolo Realty Corporation» په نوم له یوې بلې کمپنۍ سره مدغمه کړه چې ارزښت یې دری میلیارده ډالرو ته ورسېد او د نوې رامنځته شوې کمپنۍ لپاره یې «Simon DeBartolo Group» نوم غوره کړ. په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کې یې بېرته نوم سیمون پراپرټي ګروپ ته بدل شو.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې سیمون پراپرټي ګروپ اوسمهال په نړیواله کچه د املاکو او جایدادونو یوه له سترو کمپنیو شمېرل کېږي چې ۱۱۰ سوداګریز مرکزونه لري.
په امریکا، اروپا او اسیا کې د دې کمپنۍ د ټولو جایدادونو کچه تر ۱۹۰ میلیون فوټ مربع پورې رسېږي. پر دې سربېره په امریکا کې د باسکېټ بال مشهور او مسلکي ټیم « انډیانا پیسرس» هم د هېربرېټ سیمون دی.
نوموړی اوسمهال د جیس کېک په نوم د یوې فابریکې د بورډ غړی دی.
هېربرېټ دری ځله واده کړی. له لومړنۍ مېرمنې دوه اولادونه لري چې یو زوی یې د سیمون اېکویټي په نوم د یوې کمپنۍ بنسټګر دی.
دویمه مېرمن یې په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې طلاقه کړې ده او دری اولادونه ترې پاتې دي. درېیم واده یې په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د نړۍ د ښکلا له یوې ټایلنډۍ ملکې سره کړی دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نوومبر د ۲۱ مې نېټې د شمېرو له مخې د هېربرېټ سیمون پانګه دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۲۵ ام ځای لري.
 
 
ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.