
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د مخابراتو وزير اميرزي سنگين ويلي دي، چې ټولو هېوادوالو ته الکترونيکي تذکرې جوړوي، چې دغه وړانديزې پرځاى او د ستاينې وړ دي تر دې دمه د کورنيو چارو وزارت افغانانو ته د يوې پرچې په بڼه تذکره ورکوي، چې د جعلي کارۍ بڼه يې ډېره زر خپليدلى شي که چيرى د مخابراتو د وزارت په مرسته د کورنيو چارو وزارت د افغانانو لپاره تذکرې د کمپيوټر په بڼه او الکترونيکي جوړې کړي نو د جعلي کارۍ پلمه به نه ترسره کيږي؛ځکه يو شمېر افغانانو لخوااوس هم جعلي تذکرې جوړې شوي، چې د اصلي په بڼه يې کاروي که چيرى د کورنيو چارو وزارت د تذکرو په جوړولو کې له نوې برېښنايي ټکنالوژۍ کار واخلي نو د افغانانو ستونزې به ورسره هوارې شي که څه هم تېرو حکومتونو هم د تذکرو بڼه بدله کړې وه خو د کرزي حکومت د تذکرو بڼه د کتابچې د شکل نه د يوې پرچې بڼې ته واړوله، چې په دې يو شمېر افغانان سخت خواشينې شول خو د کورنيو چارو وزارت تل تخنيکي ستونزې ددې لپاره پلمه گرځولې خو بايد ددې وړانديز څخه گټه واخلي او بريښنايي تذکرې د افغانانو لپاره جوړې کړي د مخابراتو د وزير دغه وړانديز د افغانانو لخوا د ستاينې گرځېدلې دى اوس د کورنيو چارو د وزارت پورې تړاو لري، چې څومره زر دغه وړانديز عملي کړي، چې ټولو افغانانو ته بريښنايي او کمپيوټرايزډ تذکرې ورکړي، چې د خپل افغان هويت پېژندنه ترې په ښه توگه وشي که څه هم افغانستان ته ډېرې مرستې راغلي خو د تذکرو بڼې يې بيخي کمزورې ده که چيرى اوس په عصري جوړې شي نو د ولس زړونه به وگټي.اوس يوازې عمل په کار دى.
qadirandewal@yahoo.com
Pakhtoonpost@gmail.com