
«ویټامین بې ۱۲»ته #کوبالامین Cobalamin وايي، چې د #مغز/ محیطي اعصابو د فعالیت/ قوت او #وینی د ودې او جوړښت مرستندوی دي.
دا چې د وینی د #حُجرو له جوړښت سرہ تړاو لري، نو د وجود د نورو حُجرو د تغذی موادو د #بدلون Metabolism مددگار ھم شی خصوصا د DNA له ژین سرہ.
له نباتاتو او #سابه څخه نه تر لاسه کیږی، تنھا له #حیوانی خوړو څخه ېی انسان حاصلولی شی.
مثلآ; غوښه ، ماھي ، چرگ ، ھگۍ ، شیدی او له شیدو څخه جوړیدونکی خواړہ (پنیر، قیماق ، پوڅه).
په وجود کې ېی #نورمال (عادی) کچه د وینی په معاینه کې څرگندیږي. چې ھر لابراتوار ځانگړی معیارلري.
ھغه رنځور چې د جگر په رنځ مبتلا وی د ویټامین B12 کچه ېی لوړہ شی (د سیروز او #ھیپټایټیس په رنځ کشی).
کمبود د ویټامین B12 په لاندی کسانو کشی لیدل کیږی:
۱) څوک چې #خوراک ېی تنھا سابه وی.
۲) کوم رنځور چې د #معدی او کلمو عملیات کړی وی.
۳) ھغه کسان چې د معدی د درد او تیزابو دکمیدو #دارو ډیر خوری.
۴) چې د ھاضمی دجھاز #کمزوری لری او ویټامین B12 نشی جذبولای.
۵) چا ھم چې د وزن د کمیدو #عملیات کړی وی.
۶) ھغه کسان چې د #شکری رنځ لری او Metformin دارو کاروی.
۷) او عمر چې تر #پنځوس کلو لوړشي ویټامین B12 په کمیدو شی.
#علامی او نښی د کمبود ېی دا لاندی دی :
۱) #سون او کرخ حالت یا د اندامو بې حسي ( لکه ستنې چې تری وزی یا لکه په تمبلۍ کې چې شخ وی).
۲) په #گام اخستلو کې تکلیف او بي برابري ( عدم توازن ).
۳) #زیړ او کړیدلې رنگ (د وینی کمبود ANAEMIA ).
۴) د ژبی #پاړسوب.
۵) لکه د #زیړی رنځور.
۶) وسواس، وھم ، #بدگمانی.
۷) #یادداشت بایلل.
۸) #کمزوري او کھالي.
صنعتی تولید ېی د #سیانوکوبالامین Cyanocobalamin په نوم یادیږی چې گولۍ او پیچکاری دواړہ شته او مقدار د استعمال ېی ھم په #مائکروگرام وی.
Generic Name: Cyanocobalamin
Brand Name: B-12, Eligen B12, Vitamin B12, Cobal 1000 mcg (μg)
او نور گڼ شمیر نومونه.
بلکه له نورو ویټامینو B Complex سرہ یو ځای ھم مھیا دہ.
ډاکټر نجیب خټي