آیا مصیبت فرصت ندی؟!

 
یو څوک د ګيډې په شدید درد اخته کيږي او ډاکټر ته مراجعه کوي، ډاکټر ورته وايي چې له عملیات پرته دې چاره نه کيږي، ډاکټر په حقیقت کې ورته وايي چې زه دې بايد ګيډه څيرې کړم. ناروغ سم دستي په ورین تندي وايي چې هله ډاکټر صاحب ژر کوه! ناروغ هم ډير ښه پوهيږي چې دا سړی ګيډه مې څيروي او دا په حقیقت کې په خپله يو کړاو او مصیبت دی خو هرکلی يې کوي ځکه پوهيږي چې د دغه مصیبت ګاللو سره ژوند يې ژغورل کيږي او د عمر تر پایه د ډاکټر منندوی وي.
یو بل مثال:
ماشوم ته تر خپل مور بل مهربان مخلوق په نړۍ کې نشته خو کله چې ماشوم ناروغ شي نو مور يې درمل ورکوي او درمل داسې يو څه دي چې ماشوم هيڅکله نه غواړي هغه وخوري، ښايي دغه مهال مور ته د ماشوم سخته غوسه راپاريږي خو کله چې لږ څه لوی شي او د خپل په ښه او بد څه ناڅه پوه شي نو که ور په ياد شي چې مور يې په زور سره ده ته درمل ورکول په داسې حال کې چې د ده نه خوښيدل او ژړل به يې خو اوس به وايي چې مور د مهربانۍ او ترحم له مخې ما ته په زور درمل راکول او اوس به ترې منندوی وي.  
اوس راځم اصلي خبر ته، ژوند له ډول ډول ستونزو سره مل دی خو انسان باید هيڅ کله نهیلی نشي او هیڅ کله مصیبت ته تسلیم نشي او داسې ونه انګيري چې دغه مصیبت او کړاو د هغه د ټولو نیکمرغیو پای دی یا په بل عبارت هر مصیبت دې خپل ځان په وړاندې ظلم او تیری نه ګڼي بلکې هر کړاو او ستونزې ته بايد د يو فرصت په سترګه وګوري، داسې دې فکر وکړي چې ښايي دغه مصیبت کې الله تعالی يې خیر لیدلی وي چې په دې سره به د نيکمرغې ور پر مخ يې پرانیستل شي. ښايي یو مصیبت یا کړاو د انسان په ژوند کې د یو بل مصیبت د مخ نيوي سبب وګرځي. یوسف علیه سلام الله ته خورا ډیر ګران وه ځکه هغه يې پيغمبر وه خو الله تعالی اراده وکړه چې د پاچا د قصر له نعمتونو يې بی برخې کړي او د زندان تورو تنبو شا ته يې ودروي او کلونه د زندان میلمه شو، د الله تعالی دا اراده له دې امله نه وه چې یوسف علیه سلام باندې ظلم وکړي او یا دا چې هغه يې نه خوښيده (العیاذ باالله) بلکې د زندان ستونزې او کړاو یوسف علیه سلام ته داسې يو فرصت وه چې هغه يې دې ته چمتو کړ تر څو خورا یو ستونزمن وخت کې چې مصر سختې قحطۍ ګواښوه د نجات پرښته شي.