
که له يوې خوا د اسلام بشپړ بډای ثقا فت کې د نکاح يا واده ارزښت خورا زيات دی او د اسلام د ستر پيغمبرصلی الله عليه وسلم دغه سنت ته په ډيره درنده سترږه کتل کيږي له بلې خوا د انساني طبعيت غوښتنه هم ده چی د عمر له څـــه وخت تيريدو وروسته د کـورنی څيښتن شي . د اسلام مبارک دين چی يو بشپړ او د فطرت دين دی او د انساني ژوند ټولو برخو کې لازمی لارښونی لري ,نـو له همدی کبله د انسان د ياد ې اړتيا د پوره کولو لپاره يي نکاح او د کورنی بشپړ نــظام را منځ ته کړی , او په دی برخـــه کې يي لازمې لارې چارې بيان کړي چی د نړۍ په بل دين او مفکوره کې يي ساری نشته , او د پام کې نيولو په صورت کې يي په ټوله کې اسـلامی ټولنه او په ځانګړي ډول مسلمانې کورنۍ له راز رازستونزو او کړاونو څخه خلاصون مومي.
په هر صورت ښکاره خبر ده چې واده يا نکاح نه يوازی دا چی د يو ځوان د ژوند له سترو هيلو څخه ده بلکی يوه اړتيـــا هم بلل کيږي ترڅوله يوی خوا ځوان له له ناوړه ،نا مشروع او غير اخلاقی کړنــو څخه خوندي پاتی شی او له بل پلوه کومه غريضه چی الله پاک يي په وجود کې په امانت ايښی په سالمه او مشروع لار اشباع شي، له همدی امله ده چی رسول الله صلی الله عليه وســــلم ځوانانو ته په خطاب کې فر مايی : ای د ځوانانو ډلې هغه کوم کسان چی له تاسو څخه د نکاح وس لري نو بايد چی نکاح وکړي ... خو لــه بده مرغه چی زمونږ په اسلامی ټولنه کې ځينو نا اسلامـــی او ناوړه دودونـــــو زمونږ د ځوا نانو د غې هيلی ته د رسيدلو لار له يوشمير لويو ستونزو او کړاونو سره مله کړې ده، د انجلۍ د کورنی له خوا د ولور تر نامه لاندی يوه زياته اندازه پيسی اخيستل ، لــــــه واده وروسته اووړاندی په بيلابيلو نومونو بی ځايه لګښتونه ، او په وروستيو کلونو کې د هيواد په ډيرو برخو کې په هوټلونو کــې له اصراف ډک د ودونو د مراسمو سرته رسيدلو دود کيدل او هغه هم تر ډيره ځايه په يوه غير اسلامی فضا کې ، د هغو ناوړه دودونو په سر کې راځي چی د ودونو خوښۍ يي بالکل بی خونده کړي دي.
ځنی وخت خو زمونږ په ټولنه باندی د يادو رسمونو او دودونو خوره شوی وريځ دومره توره شي چی په کې ان هغه اسلامی معيارونه او لار ښونی چی بايد يوه مسلمانه کورنئ يي د نکاح يا واده په مسله کې حتما ورته پام وکړي له سترږو پناه کــيږي، د بيلګی په توګه مهر چی د ښځی شرعی او مسلم حــــــق دی تر ډيره د خاوند له خوا نه ورکول کيږي حال دا چی د ولوور تر عنــــوان لاند پيسی دی هرومرو بايد د انجلی ولي ته ورکړل شي سره له دی چی دغه چاره هيڅ کوم شرعی بنسټ او صبغه نلري. يادشويو ناخوالو ته په کتو سره له بلې خوا په هيواد کې فقر، د ځوانانو وزګارتيا او اقتصادی ستونزې د دی لامل کيږي چی يا خو يو زيات شمير ځوانان تر ډيره وخت مجرد پا تی شي چی دا په خپله، ټولنه کې د نورو ستونزو د را ټوکيدو لامل ګرځي ، اويا ځوانان دی ته اړ باسي تر څو د واده پيټي د اوچتولو لپاره د کار روزګار موندلو په تکل د پرديو هيوادونو لار خپله کړي ، په داسی حال کې چی د پردي وطن لار خپلول هم له بی شميره کړاونو سره مله ده او ډيری وخت د سر په بيه ورته تماميږي.
يادې کړنې او دودونه هغه ستونزې دي چی کورنۍ له خورا زيات کړاو او بــــدمرغيو سره مخ کوي چی د ژوند تر ډيره وخته يي د جبيره کولو شونتيا نه ليدل کيږي .
په هرصورت، د دغو نا سمو دودونو او کړنو تر څنګ د واده مسايلوته اړوند يو بل خورا ستر ناسم دود چی تر زياتی کچی زمونږ په ټولنه کې حاکم دی هغه په وړکينې کې د لور يا زوی ودول دي ، دی سره جوخت کورنيو لــه خوا له ځوانانو څخه په قطعی توګه په خپله خوښه د ميرمنې د انتخاب حق اخيستل هم هغه څه دي چی زمونږ ټولنه کې ډيری وخت ليدل کيږي. چی د غه چاره هم د ښځی او خاوند په راتلونکي ژوند خورا بدې اغيزې درلودلای شي.
خو اوس پوښتنه دا را ولاړيږي چی بالاخره پورتنۍ ستونزی له کومه ځايه سرچينه اخلي،او ولی په داسی يوه ټولنه کې چی ځان اسلامی ټولنه ګڼي په داسی حال کې چی اسلام تل خپلو لارويانوته د اسانۍ لار ښيي او الله پاک خپله په خپل سپيڅلي کـــلام کې فرمايی چی الله تاسوته د اسانی اراده لري نه د سختی او کړاو، خو له دې سره سره بيا هم ډيری مسلمانان ليدل کيږي چی ځانونه په لوی لاس په کړاونو اخته کوي؟
هو، پرته له دی بل ځواب نشته چی ووايو د يادو شته ستونزواو بدمرغيو اصلي ســرچينه له خپل دين او له خپل اسلامی فرهـــنګ څخه زمونږ د خلکو بی خبروالی دی چی راز راز کړاونو باندی سرشوي دي. خو د حل لار يي څه ده؟
په پښتو ژبه کې متل دی چی وايی غر چی څومره لوړ دی په سر لار لري، نو که چيری وغواړو مونږ هم کولای شو د يادو ناخوالو ټغر له خپلی ټولنی ټول کړو او پر ځای يي خپل سپيڅلی اصيل اسلامی فرهنګ دود کړو، چی نه يوازی داچـــی خپل ولس به مو له بدمرغيو خلاص کړی وي بلکه د ټولنې په اصلاح کې به مو هم مخ پر وړاندی يو ګام اوچت کړی وي، نو دا مو هم بايد په ياد وي چی د ټولنی د چارو په اصلاح کې ونډه اخيستل هم د هر مسلمان مسوليت او دنده ده چی بايد د خپل وس او توان سره سم په کې برخه واخلي. خو دا هم بايد هيره نکړو چی اساسا اصلاح له خپل ځان څخه پيليږي نو کله چی مونږ غواړو خپلی معاشری او ټولنــــې څخه بدعتونه او ناوړه دودونه لرې کړو او پر ځا يي سنت او اسلامی فرهنګ را ژوندی کړو نو بايد چی پيل يي له خپل ځانه وکړو تر څو دی کار سره به مو له يوې خوا د اسلامی فرهنګ په لوړتيا او ارزښت د خلکو سترږی خلاصی کړی وي او له بل پلوه وکولای شو په خلاص مټ د هغو خلکو مخه ونيسو چی زمونږ په ټولنه کې اسلام ضد کلتور خپر وي که هغه د نکاح او واده موضوع ته اړوند وي او يا نورو مسايولو پوری تړلی وي.