غني او عبدالله ته!

 
ښاغلو! ځوانان هم د دغې ټولنې چې نن يې تاسې مشري کوۍ، وګړي دي او تر بل هر چا یې ډیرې ستونزې  ګاللي او ګالي، په ډيره هیله من تيا يې تاسو ته رايه درکړه چې ګينې له بلا ستونزو به يې يو څه راکمې کړۍ خو هیلې يې هله په اوبو لاهو شوې چې د واک ګدۍ باندې د تاسو کيناستو وروسته یې لا ستونزې او کړاو زیات شو،  دوي هم له ناچارۍ له هیواده پښې سپکې کړې او د خپل سر په لاس کې نيولو سره يې د اروپا سفر ته زړه ښه کړ خو يو شميرې يې د ماهيانو مړۍ شول، یو شميرې د بیلابیلو هیوادونو د پولیسو د مردکيو ښکار شول، يو شميرې يې بیرته هيواد ته په شا کړل شول خو یو شمير يې په دې هيله اروپا په ځانګړي ډول المان هيواد ته ورسيدل چې ښايي د ژوند پاتې شپې ورځې يې لګ څه له کړاو خوندي شي.
خو دا هيله يې هم له هغه وروسته په نهيلۍ اوښتوې ده چې  اوس اوس د رسنیو د راپورنو له مخې د آلمان حکومت د افغان کډوالو د بیرته شړلو خبره رادبره کړې او غواړي هغه شمير افغانان چې له ځانه يې لاس مینځلو په بیه هلته ځانونه ورسول بیرته هیواد ته راستانه کړي. المان خو به خدای مه کړه دا کار وکړي خو د دغو ځوانانو او کورنيو برخلیک به په افغانستان کې څه وي، دا ټول هغه افغانان دي چې د خپل د ټول ژوند د سرمايې د له لاسه ورکولو په بيه ځانونه المان ته ورسول او که بيرته خدای مکړه افغانستان ته راستانه شي په آسمان کې له ستوري او په ځمکه له سيوري پرته بل څه نه لري، چا خپل کور پلورلی، چا خپله ځمکه پلورلې، چا خپل د ټول ژوند نقدي سرمايه له لاسه ورکړې.
همدا اوس په هیواد کې د ننه زرګونه ځوانان چې ډيری يې لوستي او د کسب او  کمال خاوندان هم دي وزګار دي او دا هغه ځوانان دي چې میندو او پلرونو يې پرې لګښت کړی او یو ځای ته يې رسولي خو اوس میندې او پلرونه هم ترې نهيلي شوي.
په هر حال کومې خبرې چې تر اوسه په دغې ليکنه کې اروپا ته د افغان کډوالو په اړه  وشوې نوي څه نه دي بلکې هره ورځ ورباندې بحثونه کيږي او هر چاته نه يوازې ورمعلومه دي ډيری ورسره لاس او ګريوان دي. خو هيڅ داسې ستونزه نشته چې د حل لار ونلري نو دا اوس د تاسو دوه ښاغلو همت پورې اړه لري چې د دغو مظلومو افغانانو غم وکړۍ.
د خدای روي ته وګورۍ! د ډيپلوماټيکو مراجعو له لارې دغه موضوع شخصا تعقیب کړۍ د المان حکومت سره خبرې وکړۍ او قناعت ورکړۍ چې افغانان له مستۍ تاسو ته نه دي درغلي بلکې دوي سر په لاس کې اخيستی او د تاسو هيواد پورې ځان در رسولی او اوس په هيواد کې هيڅ هم نلري. که دايمي میشتيدل يې نه مني لږ تر لږه د څو کلونو پاتې کيدو لپاره يې يوه استراتيژي جوړه شي.
و ما علینا البلاغ...