د كورني ناخالص توليد د كچې په اساس ايټاليا په ۲۰۰۶ كال كې د نړۍ اووم هيواد وو . په دغه كال كې له اوله تر شپږمه پورې نور مقامونه د امريكا ، جاپان ، چين ، انګلستان او فرانسې سره وو .
په دغه كال كې ايټاليا د سامان آلاتو د صادراتو له نظره د نړۍ شپږم هيواد وو . په ايټاليا كې اقتصاد په دوه جغرافيوي برخو ويشل شوى . ددغه هيواد په شمال كې اقتصاد مډرن او پرمختللى دى او خصوصي شركتونه پكې فعال دي خو په جنوب كې يې بيا اقتصاد په كرنه ولاړ دى .
په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې د ايټاليا ناخالص توليد ۱.۷۵۶ تريليونه ډالره وو .
په دغه هيواد كې د كاري ځواك كچه ۲۴.۶۴ ميليونه كسان دي او د بېكارۍ كچه يې ۷ فيصده ده . په ۲۰۰۶ كال كې په دغه هيواد كې د تورم كچه د مصرفوونكي د پېرودنې د قيمت په اساس ۲.۱ فيصده وه .
ددغه هيواد مهم صنايع عپهرت دي له : تيوريزم ، اوسپنه او فولاد ، كيمياوي مواد ، خوراكي صنايع ، منسوجات ، ماشيني سامان آلات او جامې .
په صادراتو كې د ايټاليا د هيواد سوداګريز شريكان آلمان په 13.2 سلنه ، فرانسه په 11.7 سلنه ، آمريكا په 7.6 سلنه ، اسپانيا په 7.3 سلنه او انگلستان په 6.1 سلنه تشكيلوي .
په وارداتو كې د ايټاليا شريكان آلمان په 16.7 سلنه ، فرانسه په 9.2 سلنه ، هالنډ په 5.6 سلنه ، چين په 5.2 سلنه ، بلجيم په 4.2 سلنه و اسپانيا په 4.1 سلنه تشكيلوي .
خلك :
د ايټاليا د خلكو متوسط عمرونه ۴۴.۱ كاله او په ښځو كې د ژوند هيله تر ۸۳.۰۷ او په نارينه وو كې تر ۷۷.۰۱ كلونو پورې ده . ۰.۵ فيصده خلك يې د HIV په ويروس اخته دي .
د ايټاليا ۹۰ سلنه خلك مسيحي كاتوليكان دي او پاتې نور يې يهود او مسلمانان جوړوي .