
انسان تل هڅه کوي، چې روغتیا یې ښه وي، امریکايي پوهانو دیوې څیړنې پر مهال موندلې ده که یو څوک په منظمه توګه سمندري کب وخوري، ددې احتمال شته، چې لږ تر لږه یې عمر دوه کاله اوږد شي.
یادې څېړنه په شپاړلسو کلونو کې ترسره شوې ده، درې زره کسانو، چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو اوښتي وو په کې ونډه اخستې ده.
څیړونکو وار له مخه د ټاکل شوې ډلې د مړینې شمېر او مختلفو ناروغیو ستونزه په پام کې نیولې وه ، ګډونوال اړ وو، چې په منظمه توګه معاینات وکړي، څیړونکو دا معاینات د ژوند او خوړو له ډول او څرنګوالي سره پرتله کول.
له څیړنې وروسته مالومه شوه، چې په منظمه توګه دکب دغوښې خوړل ۳۰٪ د مړینې احتمال راټیټوي، پوهانو ویلي دي موږ نیت لرو، چې د کم عمر کسان په دې څیړنه کې راشامل کړواو دا مالومه کړو،چې دمختلفو کبانو غوښه دانسان پر عمر څومره اغیز لري.