د حکومت لخوا د ننګرهار پوهنتون د محصلینو د نیولو په اړه د با احساسه محصلین اعلامیه

 
تیره ورځ د ګډ حکومت امنیتي ځواکونو او ملي امنیت غړو په ننګرهار پوهنتون کې چاڼیز عملیات ترسره کړل او یو شمیر محصلین یې د لاریونونو او په هیواد کې د موجودو وسلوالو ډلو سره د تړاو په تور له ځان سره یوړل.
پوهنتون د علم او پوهې ځای دی، نه باید د جګړو او شخړو ډګر وګرځي، زمونږ مظلوم ولس تر هرڅه وړاندې علمي کدرونو او شخصیتونو ته ضرورت لري ترڅو د هیواد په بیا رغونې او پرمختګ کې  ترې کار واخلي، محصلین که څه هم د خپلو مشروعو غوښتنو لپاره د لاریون او مظاهرې حق لري خو بیا هم دوی باید کوښښ وکړي ځانونه د علم او پوهې په وسلو سمبال کړي، خپلو درسونو ته پاملرنه وکړي، د ولس د رهبرۍ لپاره ځانونه چمتو کړي، دوی د سبا ورځې مشران دي، دا هیواد همدوی ته پاتې دی، محصلین باید د ولس د پوهاوي لپاره کوښښ وکړي ځکه هیواد او ولس په علم سوکاله کیږي، پرمختګ کوي او زمونږ ولس تر بل هر وخت اوس علم او پوهې ته زیاته اړتیا لري ترڅو خپل دین په سمه توګه وپیژني نو محصلینو ته پکار ده د احساساتو پرځای د فکر او ښه تدبیر نه کار واخلي.
له بلې خوا حکومت ته هم پکار ده د تعقل لاره خپله کړي د محصلینو په زندانونو د اچولو، ځپلو او د ورباندې د بې ځایه تورنو پورې کولو پرځای د هغوی غوښتنې پوره کړي، حقوق یې ورته په خپل وخت ورکړي، د محصلینو د زده کړې په وړاندې موجود خنډونه له منځه یوسي، هغه ستونزې هوارې کړي کومې چې محصلین په داسې طریقه د خپل حق غوښتلو ته هڅوی چې د چارواکو نه خوښیږی.
د پوهنتون د استاذانو او علمي کدرونو قدر او احترام وکړي او هغه څوک مجازات کړي څوک چې د پوهنتون د علمي او سیاسي شخصیتونو د بدنامولو هڅې کوي، خو که حکومت خپل مسؤولیت ونه پیژني او ادا یې نه کړي نو ښایې په راتلونکې کې دا ډول نورې پیښې هم رامنځته شي.
با احساسه محصلين
چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴لـ
18/11/2015