
«شین چانګ- جي» کوریایی میلیاردر دی چې شتمني یې د ژوند له بیمې پیدا کړې ده.
نوموړي ته کاروبار له خپل پلار څخه پاتې دی. پلار یې په ۱۹۵۸ کال کې د « Daehan Kyoyuk Insurance Co» په نوم د کمپنۍ بنسټ اېښې دی. دا کمپنۍ اوسمهال په سویلي کوریا کې د ژوند د بیمې درېیمه ستره کمپنۍ ده.
شین چانګ- جي سره له دې چې د پلار مشر زوی و، تر ډېره وخته له خپلې کورنۍ سوداګرۍ سره کار نه کاوه. نوموړی د سیول په ملي پوهنتون کې د طب پوهنځي استاد و. دی په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې د خپل پلار له کمپنۍ سره یو ځای په او ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې د کمپنۍ اجرایوي مشر وټاکل شو.
دا کمپنۍ د وېش د یوې پراخې شبکې، خپلو استازو او مالي پلان جوړونکو له لارې په سویلي کوریا کې پنځه میلیونه مشتریانو ته د بیمې او د پانګې د مدیریت خدمات وړاندې کوي.
په کوریا کې د ژوند د بیمې پر سنتي او له رقابته ډک بازار سربېره د چانګ کمپنۍ د روغتیا، معیوبیت او اوږدمهالو صحي خدماتو په برخه کې هم فعالیت کوي.
پر دې سربېره د تقاعد د پلانونو، مالي مشورو، تامیناتو او د تقاعدۍ د اړوندو توکو په برخه کې هم له افرادو او بنسټونو سره کار کوي.
د کمپنۍ له دومره شنلو فعالیتونو سره سره شین په ټولنیزه برخه کې هم ډېر فعال دی. نوموړی پر بوخت کاري مهالوېش سربېره ډېر کله په عامه ځایونو کې ویناوې او لکچر وړاندې کوي او له نورو سره د هغوی موخو ته په رسېدو کې د مرستې له کبله هم مشهور دی.
نوموړی د خپلې کمپنۍ له کارکوونکو سره هم ډېره مرسته کوي او د کمپنۍ پر وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې سره له دې چې شین یو منظم اجرایوي مشر دی؛ خو هېڅکله خپل کارکوونکو ته د تجربو له لېږد نه ستړی کېږي او که خبره د کمپنۍ د محافلو شوه بیا نو ان په خپله ګیتار غږوي.
ده ته د کلتوري فعالیتونو له کبله په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د « Montblanc de la Culture Arts Patronage Award» په نوم اېوارډ ورکړل شو.
نوموړی د کوریايي کلتور سره خپلې مرستې د « ډیسان» په نوم د یوه خبریه بنسټ له لارې کوي چې په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې جوړ شوی. نوموړی د دغه بنسټ مشر هم دی.
دغه بنسټ د هغو مخکښو لیکولانو او ژباړونکو ملاتړ کوي چې کوریايي ادبیات د نړۍ نورو ژبو ته ژباړي. پر دې سربېره نوموړي د شېن یانګ- هو په نوم په ۱۹۸۰ کال کې یو کتابتون جوړ کړی چې اوس په سویلي کوریا کې تر ټولو مشهور کتابتون دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر د ۱۷ مې نېټې د شمېرو له مخې د شین چانګ- جي پانګه دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په سویلي کوریا کې اووم ځای لري.
واده یې کړی، دوه اولادونه لري او په سیول کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.