میخایل او رینر؛  مخفي جرمني میلیاردر وروڼه


« میخایل او رینر چمیډېت روټنېګ» جرمني میلیاردر وروڼه دي. د دوی نومونه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې د مخفي یا نامريي میلیاردرانو په ډله کې راځي. معنا دا چې د شخصي ژوند، زده کړو او بریا په اړه یې معلومات نه دي عام شوي.
دوی دواړو ته سوداګري او کاروبار له خپلو مشرانو پاتې دی. نیکه یې کار د « سي ډبیلو» په نوم هټۍ د ډویسبرګ په کار کې په ۱۹۰۶ زېږدیز کال کې پرانیستله.
وروسته یې خپل کاروبا په ۱۹۲۰ زېږدیز کال کې د عمده پلورنې ته وغځاوه.
کله چې وار د زامنو راغی اېرنسټ او وېلهېلم په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کې په اېسن کې د «مېټرو» په نوم خپل لومړنی هایپر مارکېټ یا ستره هټۍ پرانیستله. یو کال وروسته یې له بلې جرمنۍ شتمنې کورنۍ هانیل او پخواني میلیاردر « اوټو بیشیم» سره شراکت پیل کړ او د « مېټرو کېش اېنډ کري» په نوم د مارکېټونو یو حلقوي پلورنځی یې جوړ کړ.
دغه حلقوي پلورنځی په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې له « Kaufhof Holding AG او Asko Deutsche Kaufhaus AG» سره تر ادغام وروسته عام شو.
مېټرو اوس د کمپنیو پر یوه ستر ګروپ بدل شوی چې د کلنیو عوایدو کچه یې ۷۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د دغه ګروپ له اړوندو څانګو سره د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې ۲۲۵۰۰۰ زره کسان کار کوي.
دغه ګروپ د عوایدو په لحاظ په نړیواله کچه د حلقوي پلورنځیو څلورمه ستره شبکه ده. د یوه لېست له مخې تر وال مارټ، کېرفور او ټیسکو وروسته د میټرو ګورپ نوم راځي.
نه میخایل او نه هم رینر د کمپنۍ په اداري برخه کې کار کوي. د دې پر ځای دوی دواړه د « ټراول چرم» په نوم د مجللو هوټولو یوه شبکه لري. دغه شبکه په جرمني او اوطریش کې ۱۲ هوټلونه او د تفریح ځایونه لري.
دا کورنۍ په جرمني کې له یوه خیریه بنسټ سره مرسته کوي چې د اقلیم د بدلون، زده کړو، نړیوال پوهاوي او کلتوري برخو کې فعالیت لري. یاد بنسټ په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې له رامنځته کېدو تر اوسه پر دغو کارونو ۴۰۰ میلیونه ډالر لګولي دي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر د ۱۶مې نېټې د شمېرو له مخې میخایل او رينر چمیډېت روټنېګ دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په جرمني کې ۴۵ ام ځای لري.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم لوستی شئ!