
تر ډېره د شتمنو او بېوزلو ترمنځ توپیر په ذهني عواملو کې دی. شتمن له عادي وګړو څخه متفاوت فکر کوي؛ خو ښه خبره دا ده چې بریالیتوب هم یو مهارت دی چې انسانان یې د هڅو په پایله کې زده کولی او عمل ورباندې کولی شي.
هارو اېکر چې د نړۍ له مشهورو شتمنو څخه دی په خپل کتاب د میلیونر ذهن په اسرارو کې د شتمنو د ذهن د ځانګړتیاوو په اړه څېړنه کړې چې فکر کوم لنډیز یې له تاسره هم مرسته کولی شي خپلې وړتیاوې او پیسې ډېرې کړی.
د پيسو لپاره مو نقشه جوړه کړئ
د خپلو پیسو لپاره ځانګړي اهداف وټاکئ. هغه څه چې غواړی مشخص یې کړی او پر لور یې حرکت پیل کړئ. خپله ټوله هڅه وکړی هغه هدف ته چې د کلنیو عوایدو لپاره مو ټاکلی ورسېږئ. کله چې د خپلو اهدافو لپاره مهالوېش ټاکئ، واقعیت ګرا و اوسئ؛ خو له دې سره سره جاه طلب اوسی او له دې کبله چې ځان له ننګونو سره مخ کوی، مه وېرېږئ. شتمنو د شتمنۍ ترلاسه کول د هدف په ټوګه ټاکلي دي. دغه کار زړوتیا، پوهې او هڅې ته اړتیا لري. که تاسې خپل اهداف په روڼتیا او دقت وټاکئ او روڼ لیدلوری ترسیم کړی، دغه هدف ته رسېدل ممکن دي.
په مجللو ځایونو کې ناسته پاسته وکړئ
له هغو کسانو سره ناسته پاسته وکړئ چې تر تاسې بریالي دي. له دغه ډول کسانو سره د مخ کېدو ځایونه ښايي د تنس لوبغالی، کلب یا هم د کار ځای وي. دغه ډول ځایونو ته د تګ یوازینۍ موخه له شتمنو سره ناسته پاسته ده. اېکر سپارښتنه کوي:« که مو هېڅ بله داسې لاره نه درلوده چې په دغه ډول یوه کلب کې د ثبتنام لګښت پوره کړئ، د خپل ښار په یوه مجلل هوټل کې چای یا قهوه وخورئ.» په دغه ډول محیط کې ارام و اوسی او هڅه وکړئ چې له نورو مشتریانو سره مو توپیر ونه شي. د دې خبرې دلیل چې دغه کار مو ګټور دی دا دی چې شتمن معمولا له هغو کسانو سره وخت تېروي چې د دوی په کچه یا تر دوی ډېرې پیسې ولري.
له داسې کسانو سره ناسته پاسته چې تر تاسې بریالي دي کولی شي په بلقوه ډول ستاسې فکر خلاص کړي او عواید مو د پام وړ زیات کړي.
له ټولو زده وکړئ
تل خپل ورځني کار ته د تګ او راتګ پر مهال ښوونیز کلپونه واورئ. هڅه وکړئ د خپلې اړوندې کاري څانګې، پانګونې، کارپنځونې او روانشناسۍ د زده کړې لپاره پیسې مصرف کړئ. شتمن خلک مصمم دي چې تل زده کړه او وده وکړي. ډېری شتمنو له هغو کسانو چې تر دوی بریالي دي، د بریالیتوب راز زده کړی دی. د دوی ډېری یې ان هغه مهال هم له زده کړو لاس نه دی اخیستی چې باور نه کېدونکي لاسته راوړې او بریالیتوبونه یې لرلي دي.
اېکر ټینګار کوي چې« بریالیتوب د زده کړې وړ مهارت دی.»
پر حل لارو ټینګار وکړئ
دی سپارښتنه کوي چې دغه کار تاسې له مشکل اندېشۍ نه د حللارو په اړه فکر کولو ته سوق کوي. تاسې د خپلې ستونزې د حل لپاره ښه فرصت لری او په دویم پړاو کې به تاسې ښه احساس ولرئ. شتمن خلک ژمن دي چې له ستونزو سره به له اصلي مسیر څخه نه خارجېږي. د شتمنۍ لار له ستونزو او دامونو ډکه لاره ده او همدا دلیل دی چې ډېری کسان ورباندې د تګ جرئت نه کوي. له خپلو ستونزو او ننګونو سره د مخ کېدو لارې مو ومومئ او په همدې ډول پر خپلو موخو تمرکز وکړئ.
د شتمنو ژوند لیکونه ولولئ
د هغه کس ژوند لیک ولولی چې په بې ساري ډول شتمن او بریالی شوی. د بېلګې په توګه د ریجارډ برانسون د« ځنډ مه کوه، ترسره یې کړه» کتاب ولولئ.
ولې غواړی چې شتمن شئ؟
د شتمنۍ د زیاتوالي لپاره خپل دلایل باید یاداشت کړئ. تر یاداشت وروسته پرله پسې دغو یاداشتونو ته وګورئ. دا لیکنه ښايي یو ساده او لنډ بند وي؛ خو څومره چې ځانګړې کېدای شي په هماغه اندازه ښه ده.
د پیسو استادانو ته مراجعه وکړئ
هغه څه ته چې ترلاسه کول یې غواړی او هغو کسانو ته چې هغه شی لري ارزښت ورکړئ. « هر هغه څه چې غواړې یې درناوی یې وکړه.» د دې پر ځای چې له نورو بریالیو کسانو سره حسادت وکړې، له هغوی مننه وکړه، ځکه هغوی د شتمنېدو لپاره تاته د یوې نمونې په څېر دي.
اېکر وايي:« د شتمنېدو تر ټولو اسانه لاره دا ده چې زده کړو د پیسو استادان څنګه لوبه کوي.»
د عوایدو دری سرچینې ولرئ
پر خپلې عادي دندې سربېره د عوایدو دری نورې سرچینې پیدا کړئ. تر هغه څه چې تاسې فکر کوی ډېر فرصتونه ستاسې په تمه دي. دغه فرصتونه کېدلی شي یوه پانګونه وي او یا هم د کار پنځونې کوم فرصت. د پانګونې د لارو چارو په اړه مطالعه پیل کړئ او تر څنګ یې د پیسو پیدا کولو پر نویو لارو فکر وکړئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.