
« ډېرک روسمن» په جرمني کې د درمل پلورلو د دویم ستر حلقوي پلورنځي بنسټګر دی.
نوموړی په ۱۹۴۶ زېږدیز کال د جرمني په هانوور کې زېږېدلی دی. د هغه د زده کړو او ماشومتوب په اړه ډېر معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو سوداګري یې په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې پیل کړې ده.
ده په همدې کال د هانوور په زړه کې لومړنی درمل پلورنځي پرانیست. د دغه حلقوي پلورنځي پر وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې دا په ټول جرمني کې د درملو د پلور لومړنی د تخفیف مارکېټ هم و. د ډېرک روسمن کاروبار د تخفیف پر مټ ډېر پرمختګ وکړ. د خپل فعالیت پر ۱۰مه کلیزه یې د هټیو شمېر په ټول جرمني کې تر ۱۰۰ رسېدلی و، یعنې هر کال یې په اوسط ډول ۱۰ نوې څانګې پرانیستې وې.
تر ۱۹۹۰ کال وروسته یې په ختیځ جرمني کې هم د فعالیتونو د پراختیا لپاره هڅې پیل کړې. تر ۱۹۹۳ زېږدیز کال پورې روسمن وتوانېد چې پر جرمني سربېره خپل فعالیتونه د ختیځې اروپا دوو هېوادونو او هنګري ته هم وغځوي.
د درملو له یوه پلورنځي پیل شوی کاروبار اوس په جرمني کې د درملو پر دویم ستر حلقوي پلورنځي بدل شوی دی.
د فوربس په مجله کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د روسمن کمپنۍ اوس په ټولو اروپايي هېوادونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ هټۍ لري چې شاوخوا ۴۰ زره کسان ورسره کار کوي.
ډېرک په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې د خپلې کمپنۍ ۴۰ سلنه ونډې وپلورلې. دغه اندازه ونډې اوس د هانګ کانګي میلیاردر لي کا شېنګ له یوې کمپنۍ سره دي.
روسمن د درملو پر دغه بریالي کاروبار سربېره د « Deutsche Beteiligungs AG او GBK Beteiligungen AG» په نومونو د خصوصي ونډو په دوو کمپنیو کې هم ونډې لري.
دغه راز د « thermoplastic» په یوه تولیدوونکې کمپنۍ سیمونا اې جي کې هم ۱۰ سلنه ونډې لري.
نوموړي په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې د خیریه کارونو لپاره یو بنسټ هم جوړ کړی چې تمرکز یې پر کورنیو پلانونو دی.
د نوموړي دوه زامن هم له ده په کمپنۍ کې کار کوي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر په ۱۵ مه نېټه د ډېرک روسمن پانګه دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره بللې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په خپل هېواد جرمني کې ۴۵ ام ځای لري.
د نوموړي نوم د فوربس د سېلف بیلونرز یا هغو میلیاردرانو په ډله کې راځي چې د خپلو هڅو پر مټ یې پیسې ګټلې دي.
دی د جرمني په زاکسن کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.