
د پاوئلو کوئلیو د لیکنې ژباړه
کله چې د اوسني عصر مشهور اسطوره پېژوندونکي او د « اسطورې د ځواک» په نوم د کتاب لیکوال « جوزېف کمپل» دا اصطلاح چې« خپل برکت مو تعقیب کړئ» وکاروله، په حقیقت کې یې داسې یوه نظریه منعکسه کړه چې تر هغه وخت اوس ډېر مناسبه ښکاري.
په « کیمیاګر» کې هم دغه نظریه د « فردي اسطورې» په نوم کارول شوې ده.
الن کوهن هم چې په «هوايي» کې معالج دی، په دې اړه کار کړی دی. دی وايي کله به یې چې د خپلو لکچرونو پر مهال پوښتنه وکړه چې څوک له خپل کار څخه ناراضه دي، ۷۵ سلنه کسانو به لاسونه پورته کړل. نوموړي د ۱۲ پړاوونو داسې سیستم رامنځته کړی چې له خلکو سره د « خپل برکت» د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې مرسته کوي.
دغه ۱۲ پړاوویز سیستم داسې دی:
۱. ځان ته مو حقیقت ووایی
پر یوه پاڼه دوه کالمونه رسم کړئ. په چپ اړخ کې هغه څه ولیکئ چې غواړی ترسره یې کړئ. په بل کالم کې ټول هغه کارونه ولیکئ چې تاسې یې له اشتیاق پرته ترسره کوئ. په داسې بڼه یې ولیکئ لکه هېڅوک چې هېڅکله هم دا شی نه لولي. ځان مه سانسوروی او پر خپلو ځوابونو له قضاوت څخه هم ځان وساتئ.
۲. ورو یې پیل کړئ؛ خو پيل یې کړئ
د سفر استازي ته مو زنګ ووهئ او له خپلو مالي امکاناتو سره برابر سفر تنظیم کړئ. هغه فلم وګورئ چې خوښېږي مو، هغه کتاب وپېری چې غواړی یې. له ځان سره مو په سخاوت چلند وکړئ او وګورئ چې همدا کوچني کارونه له تاسې سره څومره مرسته کوي.
۳. ځینې کارونه ستاسې ټوله انرژي ضایع کوي. آیا ریښتیا هم ته اړ یې چې دې غونډې ته ولاړ شې؟ ریښتیا څومره مهه ده له هغه کس سره مرسته وکړئ چې ستاسې مرستې ته اړتیا نه لري؟ آیا ستا مدیر حق لري ستا پر اصلي کار سربېره له تا وغواړي ټولو هغو جلسو ته ورسره ولاړ شې چې دی ځي؟ کله چې د هغو کارونو چې نه مو خوښېږي ترسره یې کړی، ترسره کول ودروئ، درک به کړی چې تاسې له ځان څخه ډېرې غوښتنې لری، نسبت دې ته چې نور یې در څخه لري.
۴. کوچنۍ وړتیاوې مو تشخیص کړئ
هغه څه دي چې ستاسې ملګري وايي تاسې يې په ښه بڼه ترسره کولی شی؟ هغه کوم کار دی چې تاسې ترې خوند اخلی ان تر دې چې که هغه په سمه بڼه ترسره هم نه شي؟ دغه کوچنۍ وړتیاې ستاسې د غیبي سترو وړتیاوو، پیغام دی.
۵. انتخاب پیل کړئ
که یو شی تاسې ته خوند درکوي، مه یې ځنډوئ. که متردد وی، سترګې مو پټې کړی او داسې تصور وکړی چې « اې» پرېکړه مو کړې او ټول هغه شیان ګوری چې له دې پرېکړې وروسته یې ترلاسه کولی شی. اوس د « بي» پرېکړې په اړه همداسې وکړئ. هغه پرېکړه چې له ژوند سره ستاسې اړیکه ټینګوي سمه ده، ان که هغه اسانه هم نه وي.
۶. د مالي ګټې له مخې پرېکړې مه کوئ
که مو کار په اشتیاق ترسره کړی، مالي ګټه به حتما ترلاسه کړئ. یو کلال چې له خپل کار سره مینه لري، ګلدان له هماغې خاورې جوړوي له کومې چې یو بل چې له خپل کار سره مینه نه لري جوړوي. دواړه له یو ډول خاورې ګلدان جوړوي، خو د لومړي به ژر وپلورل شي او دویم ته به ډېر وخت اېښی وي.
۷. بصیرت مو تعقیب کړئ
تر ټولو په زړه پورې کار هغه دی چې تاسې په کې ځان ته د نوښت اجازه ورکړئ. انشټاین وايي:« د نړۍ په اړه زما پوهه یوازې د ریاضي پایله نه ده.» د منطق پلار دیکارټ د پراختیا لپاره د خپل مېتود بنسټ پر هغه خوبونو اېښی و چې ده لرل.
۸. د خپل مغز له بدلون څخه مه وېرېږئ
که له یوې پرېکړې تېر شوی او خپل دغه کار مو د اذیت لامل شو، له سره فکر ورباندې وکړئ. د هغه څه پر وړاندې چې ستاسې لپاره خوندور دي مبارزه مه کوئ.
۹. زده کړی چې څنګه استراحت وکړئ
په اوونۍ کې د کار له فکر پرته یوه ورځ اجازه درکوي چې ناخودګاه ضمیر مو له تاسې سره مرسته وکړي. په دغه کار سره به ډېرې ستونزې« ټولې نه» د عقل له مرستې پرته حل شي.
۱۰. پرېږدی چې توکي تاسې ته د خوښۍ مسیر در وښيي
که د یوه شي د ترلاسه کولو لپاره مو ډېره موده او بې پایلې مبارزه کړې وي، دا ښيي چې تاسې باید حوصله وکړی او هغه لارې تعقیب کړی چې ژوند یې درته وړاندیز کوي. دا هېڅکله د دې معنا نه لري چې له مبارزې لاس واخلئ او هغه شی نورو ته پرېږدی، بلکې د دې معنا دا ده چې پوه شی په مینه کار کول د پياوړتیا لامل کېږي او هېڅکله نه پرېږدي چې زړه سوړي شی.
۱۱. نښې ولولئ: دا یوه منحصر به فرد ژبه ده چې له بصیرت سره یو ځای او په مناسب وخت څرګندېږي. که چېرې د نښې نقطه ستاسې د لاښوونې خلاف هم وه تقعیب یې کړئ. ځینې وخت تاسې ښايي پر غلطه لاره ولاړ شئ، خو دا تر ټولو غوره لاره ده چې دا ژبه زده کړی.
۱۲. ګواښ ومنئ
د خپلو خوبونو پر ځواک باور ولرئ. الله پاک عادل دی، هغه به هېڅکله ستاسې په زړه کې داسې هیله رامنځته نه کړي چې د ریښتیا کېدو شونتیا یې نه وي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.