زیګفریډ میسټر؛ د پخلنځي د وسایلو مخکښ سوداګر


جرمنی « زیګفریډ میسټر» د پخلنځي د وسایلو د یوې مخکښې کمپنۍ بنسټګر دی.
نوموړی په ۱۹۳۸ زېږدیز کال په جرمني کې زېږېدلی. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د برېښنايي انجنیرۍ په برخه کې زده کړې کړې دي.
د زده کړو تر بشپړلو وروسته یې د « Wienerwald» په نوم له یوې کمپنۍ سره کار پیل کړ. نوموړي تر ۱۹۷۳ زېږدیز کال پورې د دې کمپنۍ د پخلنځي د اړوندې تکنالوژۍ د راټولو مسئول و. نوموړي په دې کمپنۍ کې د خپل کار پر مهال ډېره تجربه ترلاسه کړه. په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې کله یې چې له کمپنۍ سره کار پرېښود تر ټولو ستره پانګه یې همدا تجربه وه.
د همدې تجربې له مخې یې د « ریشنل اې جي» په نوم یوه کمپنۍ جوړه کړه. له نوموړي سره په لومړي سر کې یوازې ۱۸ کسانو کار کاوه. دوی د خپل کار په لومړیو وختونو کې ګرموونکي وسایل تولیدول. تر دری کال وروسته یې پر دې برخې د « سټیمرو» یا بخاري داشونو تولید هم ور زیات کړ.
تر څو لسیزو فعالیت وروسته د دې لپاره چې فعالیتونه یې په نړیواله کچه خپاره شي، په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې کمپنۍ د ونډو بازار ته لاره وموندله.
کمپنۍ په ۲۰۰۴ څلورم کې د « SelfCookingCenter» په جوړولو سره بل تاریخ جوړ کړ. دا د پخلنځي په وسایلو کې یو مهم نوښت و. د سېګفرېډ د کمپنۍ له لوري جوړ شوي دغه ماشین په مستقل ډول کولی شي، د خوړو د پخلي درجه، چاپيریال، ګرمي او د هوا ګړندیتو تشخیص او ستاسې د خوښې وړ خواړه چمتو کړي.
په ۲۰۱۴ کال کې یې د دغه سیستم پنځمه بڼه بازار ته وړاندې کړه چې هم کامبي سټیمر دی او هم سلف کوکېنګ سټنر.
دغه راز کمپنۍ په ۲۰۰۵ کال کې د « VarioCooking Center» په نوم تولید بازار ته وړاندې کړ چې د بخار ورکولو، په غوړو کې سره کولو او سره کولو دری واړه چارې په یوه یونیټ کې ترسره کوي. که دغه دری واړه عملیې له دې ماشین پرته په جلا ډول ترسره شي د برېښنا لګښت به یې ۴۰ سلنه زیات راشي.
دا کمپنۍ چې مرکز یې د جرمني په لنډبرګ کې دی ۱۵۰۰ کارکوونکي لري چې تر نیمايي ډېر یې په مرکزي څانګه کې کار کوي. د دې کمپنۍ تولید کړي وسایل اوسمهال د نړۍ په شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو کې وېشل کېږي.
د حرارتي خوړو د تولیدوونکو وسایلو د نړیوال مارکېټ ۵۴ سلنه مارکېټ د دې کمپنۍ د وسایلو په کنټرول کې دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر د ۱۳ مې نېټې د شمېرو له مخې د نوموړي پانګه دری اعشاریه دوه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په خپل هېواد جرمني کې ۴۵ ام ځای لري.
واده یې کړی، د جرمني په لنډزبرګ کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.