ایا مثبت فکر کول مو په ژوند کې بدلون را وستلای شي؟

 
ایا تر اوسه مو داسې کسان لیدلي، چې مثبت فکر کوي، خو کومې پایلې ته نه وي رسېدلي؟! او ایا تر اوسه مو اورېدلي، چې مثبت فکر کول موخو ته د رسېدو یوه پټه لاره ده؟
اروا پوهان کلونه کیږي، په دې کار کوي، چې مثبت فکر کول پر انسانانو کوم اغېز لري، دوې تل په دې ټینګار کوي، چې مثبت فکر کول انسان د خوښیو  پر لور بیایي او کولای شي خپلو موخوته په ډیره اسانۍ سره ورسیږي، له دې سره په خوا کې ارواپوهان وایي چې مثبت فکر کول نه یوازې په روح باندې خپل تاثیرات لري، بلکې د انسان پر جسم او فیزیکي جوړښت ځانګړي تاثیرات لري.
په دې لیکنه کې یې ځینو ته اشاره شوې ده، راځئ په ګډه سره یې تعقیب کړو.
د انسان پر سلامتیا د مثبت فکر کلو اغېزې:
مثبت فکر کول کولای شي، چې له منفي هغو مو وساتي، زکام او رېزش کول تر ډیره داسې ناروغي ده، چې  په دې ډول د بل اخته ناروغ په لیدلو سره هم انسان ته لېږدول کیږي، کولای ترې خلاصون و مومئ، د زړه له ناروغۍ مو ساتي، د آرامۍ احساس درکوي، د ستونزو پیدا کېدو په صورت کې کولای شي خپل ځان ډیر آرام احساس کړي او په اسانۍ سره ساه وباسئ.
هغه کسان، چې مثبت فکر کوي تل خوشاله وي:
هغه کسان، چې منفي فکر کوي، دوی ټول وخت خپلې ستونزې په زړه کې ساتي، چې همدا په زړه کې د ستونزو ساتل انسان کمزوری کوي، او هغه کسان، چې مثبت فکر کوي، تل ورته د خوشالۍ چل ورځي او له وړې خوښۍ هم په زیاته کچه خوند اخیستلای شي، د مثبت فکر درلودونکي کسان کولای شي، خپلې کورنۍ ملګرو او دوستانو ته هم خوښي ور په برخه کړي، په دوی کې د خوښیو د لېږدولو مهارت د نورو کسانو په پرتله زیات وي او په دې ښه پوهیږي، چې څنګه وکولای شي نور کسان هم له ځان سره خوښ وساتي. د دوی ټوله هڅه دا وي، چې تل مثبت فکر وکړي په دې پوره باور لر، چې همدا مثبت فکر کول د دې لامل ګرځي، چې هم دوی، کورنۍ یې، ملګري او دوستان یې خوشحاله وساتي او په څنګ کې یې خپلو ټاکلو موختو ته په اساني وکولای شي ځان ورسوي.
د مثبت فکر درلودونکي کسان روغ ځان لري:
اروا پوهان ته اوس هم دا د تعجب وړه خبره ښکاري، ولې هغه کسان، چې تل مثبت فکر کوي، د نورو کسان په پرتله له ښې روغتی برخمن دي، خو یو شی ورته جوت شوي، چې دغه ډول کسان د روحي فشار د راتلو په صورت کې د نورو هغو په پرتله بل ډول چلند کوي، چې کېدای شي همدا یې یوازنی دلیل وي، چې دوی تل له سالمې روغتیا څخه برخمن دي، د ناروغیو اصلي لامل تر ډیره اندېښنه کول او تشویش دی، که پوه شو، چې د زیات تشویش د مخنیوي په صورت کې څه ډول عمل وکړو، له ځان سره به مو مرسته کړې وي، چې له ډول ډول ناروغیو ځان وژغورو. اوس له ځانه وغواړي، چې ایا زړه مو غواړي چې یو سالم، صحتمند او بې تشویشه انسان جوړ شي؟ دې موخې ته د رسېدو په صورت کې باید کوم کارونه تر سره کړئ؟
د مثبت فکر خاوندان بریالي دي!
یا په بل عبارت بریالي کسان تل مثبت فکر کوي، هغه کسان، چې مثبت فکر کوي، تل خوښ وي او دوی له زیات فکري قدرت او وړتیا څخه برخمن وي. له خپلو همکارانو څخه ډیر کار کوي او په نتجه کې یې ډیر څه لاسته راوړي. دوی تل لوړ فکرونه لري او پوره باور لري، چې په ډيره اسانۍ سره کولای شي خپلو موخو ته ځان ورسوي او په واقعیت یې بدل کړي.
د مثبت فکر خاوندان له ځان سره مثبتې خبرې کوي:
له ځان سره خبرې کول او یا فکر کول د انسان پرکړنو له کچې اغېز لري، خو موږ تر مثبتو خبرو کولو پر منفي هغو ډیر روږدي شوي یو، داسې روږدي کېدل، چې کېدای شي زموږ د ښوېدو سبب شي او له منځه مو یوسي. ځکه موږ هغه کسانو محاثره کړي یو چې ډیری یې منفي فکر او خبرې کوي. د دې لپاره، چې له مثبت فکر کولو سره جان روږدی کړو لومړی باید له ځان سره د خبرو کولو ترز بدل کړو. همدا ډول که وغواړو، چې خپل نور بد عادتونه بدل کړو لومړی یې باید په اړه فکر وکړو. د ورځې په اوږد کې د څو دقیقو لپاره مکث وکړې او د خپل زړه خبرو ته مو غوږ نیسئ، که مو ورځ تر بلې منفي فکرونه زیاتېدل هڅه وکړئ، چې پرځای یې مثبتو هغو ته ځای ورکړئ.
څنګه کولای شو منفي فکرونه پر مثبتو هغو بدل کړو؟
کولای شئ له وړو قایدو او جوړښتونو ګټه واخلئ، هره هغه منفي خبره چې، نه غواړئ نورو ته یې وکړئ خپل ځان ته یې هم مه کوئ او له ځان سره یې مه تکراروئ! که پوه شوی، چې دغه ډول خبره کول د نورو لپاره کومه ګټه نه لري نو خپل ځان هم تر هغه کم مه بولئ او د ځان لپاره یې هم مه کوي. په نتجه کې به و وینئ، چې په ترتیب سره به د منفې خبرو او فکرونه ځای مثبتو هغو نیولی وي.
مثبت بدلون:
دا د کار کولو لپاره نوی ځای دی!
کولای شم له یوې بلې لارې دغه کار تر سره کړم!
یوه نوې حل لاره باید پیدا کړم!
د لومړیتوبونو په اړه مې باید له سره غور وکړم!
زه کولای شم کار مې په ښه ډول تر سره کړم!
د بدلون لپاره نن تر ټولو ښه وخت دی!
په دې اړه له بلې موقع ګټه اخلم!
 
منفي خبرې:
هېڅ کله مې هم دا ډول کار نه وو کړی!
دا کار ډیر سخت دی او زه یې نه شم تر سره کولای!
د دې کار د تر سره کولو لپاره کوم خاص څه په ذهن کې نه لرم!
کافي وخت نه لرم، چې دغه کار تر سره کړم!
د دغه کار د کولو لپاره هېڅ حل لاره نشته!
بدلون سخت کار دی!
له ما سره هېڅوک خبرې نه کوي!
نه شم کولای تر دې ښه کار تر سره کړم!