
له شک پرته هوږه ډیرې زیاتې ګټې لري او دانسان دروغتیا لپاره مهمه بلل شوې ده، هوږه له هغو خوړو څخه ده، چې د ډیرو ناروغیو درملنه کولای شي.
اوسمهال په بازار کې څو ډوله هوږه موندل کیږي،خوهوږه که هر ډول وي دانسان دژغورنې لپاره او درمل لپاره کارول کیږي، ځینې ډاکتران وايي: هوږه د سختو ناروغیو لپاره درمل دی.
هوږه دهغو ناروغیو لپاره ارزانه او مهم درمل دی، چې نن سبا دانسانانو ترمنځ په پراخه کچه خپره شوې ده، ځکه هوږه د الیسین په نوم مواد لري، چې له بکتریاوو، ویروسونو سره ډیر مقاومت کولای شي.
نوې څیړنه وايي: په وینه کې د ناوړه کولسترول د درملنۍ، تنفسي ستونزې، لوړ فشار ، دخوړو په هضمولو کې ستونزه ، له سرطان سره مقاومت ، دسرطاني حجرو دودې مخنیوکې مهم رول لري پردې سربېره که څوک دمعدې التهاب یا زخم لري هوږه ورته ګټه رسولای شي ځکه هوږه طبیعي پاکونکی بوټی دی، همدا راز هوږه ځیکر لا فعاله کوي.
دیادونې ده، چې هوږه باید اومه / خامه ونه خوړل شي.