
سرچينه: ويکيپېډيا
سودوکو Sudoku د اعدادو يو جدول دی، چې د سرګرمۍ او ساعتيرۍ لپاره يوه غوره لوبه ګڼل کيږي.
د سودوکو کلمه د جاپاني عبارت (数字は独身に限る) مخفف دی، چې داسې لوستل کيږي: سوجي وا دوکوشين ني کاګيرو، چې مانا يې ده (ارقام بايد يوازيني وي).
نا حل شوې بنه
حل شوې بڼه
د سودکو لوبه کې يو (۹x۹) کې جدول دی، چې بيا د دې جدول دننه (۳x۳) کې نور جدولونه دي. په دغه جدول کې يو شمېر اعداد له (۱ – ۹) پورې مخکې له مخکې ليکل شوي وي او پاتې بايد په کې وليکل شي.
د لوبې قوانين:
ـ لومړی قانون: د جدول په هر سطر کې له ۱- ۹ پورې اعداد بايد تکرار نشي (په افقي توګه).
ـ دوهم قانون: د جدول په هر ستون کې له ۱- ۹ پورې اعداد بايد تکرار نشي (په عمودي توګه).
ـ درېيم قانون: د جدول دننه (۳x۳) جدولونو کې هم له ۱- ۹ پورې اعداد بايد تکراري رانشي.
که څه هم د سودکو لوبه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۹ ز کال کې په يوه امريکايي پازل puzzle مجله کې خپره شوه، خو اصلي رېښې يې په جاپان کې دي او له ۱۹۸۶ ز کال څخه وروسته په دوامداره توګه د سودکو لوبې جدولونه خپريدل. د سودکو د لوبې د اتلولۍ لومړنۍ سيالي په ۲۰۰۸ ز کال کې، د امريکا د متحده ايالاتو په «فېلاډيلفيا» کې تر سره شوه.
له ۲۰۰۵ ز کال وروسته، دا ډول جدولونه د نړۍ د نورو هېوادونو په ورځپاڼو او مجلو کې هم خپاره شول، چې دې لوبې نړيوال شهرت پيدا کړ.
اوسمهال په بهرنيو هېوادنو کې د سودکو د لوبې مکمل کتابګوټي يا مجله ډوله شان هم خپريږي او د دې تر څنګ يې انلاين لوبې هم شته.
تر اوسه مو چې کوم څه توضيح کړل دا يې د ساده ډول لوبه ده او پيچلي لوبې هم لري.
که غواړئ، دغه لوبه وکړئ نو په انلاين ډول يې دلته موندلی شئ:
http://www.sudoku.com/
http://www.dailysudoku.com/sudoku/
د آزموينې او لوبو لپاره لاندې جدولونه وګورئ: