څېړنه: که  بادرنګ، مولۍ او رومي وخورئ... داوبو له تشې سره نه مخ کیږئ

 
یو شمېر علمي څیړنو ثابته کړې ده، چې دانسان بدن دورځې  ۸  ګیلاسو اوبو ته  اړتیا لري، دا نو بیا د ډیرو خلکو لپاره سخته خبره ده، چې دورځې ۸ ګیلاسه اوبه وڅښي.
ډیلي میل ورځپاڼې  له دریو مهمو خوړو څخه پرده پورته کړې ده،چې  دومره اوبه لري، چې دانسان دبدن اړتیا پوره کولای شي. دا درې  مهم خواړه په لاندې توګه دي.
بادرنګ:
بادرنګ دهغو خوړو په سر کې راځي،چې ډیرې اوبه  لري او نږدې ۹۷٪ اوبه  لري او پردې سربېره ډیری ښه خوند لري، له نورو خوړو سره یو ځای خوړل کیږي.
مولۍ:
مولۍ هم دهغومهمو خوړو څخه ده، چې ډیری اوبه لري او ۹۵٪ اوبه  لري، له سلاد  سره هم یو ځای خوړل کیږي، که سهارنۍ کې وخوړل شي، ګټه او اغیز یې ډیر دی.
رومي:
رومي ۹۴،۵٪ اوبه لري او له ښکلو او مزه لرونکو میوو څخه ګڼل کیږي، کولای شو،چې مختلفو خوړو ته ور زیات شي.