
علمي څیړنې وايي: که څوک پر اور دپوخ شوي کباب په خوړولو کې له افراط کار واخلي، دا بیا ددې لامل کیږي، چې یاد کس دګردو پر سرطان اخته شي.
دهوسټن امریکايي پوهنتون وايي: دهغو خلکو ترمنځ د ګردو دسرطان پېښې ډیرې لیدل کیږي،چې سره شوې / کباب شوې غوښه ډیره خوري.
پوهانو اوس د سرطان دپرمختللې بڼې په برخه کې پر اور دسرې شوې / کباب شوې غوښې دسلبي رول اغیز پیدا کړی دی. دې پوهانو دهغو ۶۰۰ کسانو،چې دګردو پر سرطان اخته وو معاینات له ۷۰۰ روغو هغو سره پرتله کړې دي. پوهانو دې پایلې ته رسیدلي دي، چې د حرارت زیاتوالي او ډیروالې، چې پر منقل یا اور دغوښې دسرې کولو پرمهال رامنځته کیږي، دسرطان لامل ګرځي.
دڅیړنې پایلې وايي: هغه کسان، چې سپینه او سره غوښه ډیره کاروي دوی دګردو سرطان له ګواښ سره مخ دي، دڅیړنې موخه دانه ده، چې خلک له غوښې خوړولو لاس واخلي، بلکې له احتیاطه کار واخلي، ډاکتران سپارښتنه کوي، چې له اړتیا زیات غوښه پر اور مه سره کوئ .