
ډیری ځوانان داسې انګیري او یا به فکر کوي، چې انرژي لرونکي مشروبات د دوی ذهني او فزیکي فعالیت زیاتوي، ځکه همداسې بازارموندنه ورته کیږي، خو ډاکترانو او دروغتیايي چارو کارپوهانو اوس موندلې ده که یو ځوان انرژي لرونکي مشروبات څښي دا یې روغتیا ته زیان رسوي.
دامریکا په مینیسوتا ایالت کې د (مایو کلینک) ډاکترانو څېړنه ترسره کړې ده او دا یې موندلې ده، چې انرژي لرونکي مشروبات د ځوانانو روغتیا ته زیان رسوي، دیادې څیړنې پایلې پرون د امریکا د زړه ټولنې په یوه سیمینار کې خلکو ته وړاندې شوې دي.
څیړونکي وايي: دانرژي لرونکو مشروباتو یو بوتل څښل د ځوانانو د ورخطايۍ او ستړیا هرمون زیاتوي او پردې سربېره د وینې فشار هم لوړوي، دا بیا د زړه د ناروغیو لامل ګرځي، دا هر څه په لومړیو دیرشو دقیقو کې رامنځته کیږي.
دروغتیايي چارو کارپوه کریم فضلي وايي: دافغانستان دکندهار یو انار یا د وردګو یوه مڼه د ډیرو انرژي لرونکو مشروباتو څخه غوره ده، هم تازه دي هم ارزانه نو ځوانان بیا له همدې لارې له خپل اقتصاد سره مرسته وکړي دا په حقیقت کې له خپلې روغتیا سره مرسته ده.