د جاغوري د غميزې په اړه  د افغان ملي غورځنګ اعلاميه

 
هره ورځ يو نوی وحشت او هره ورځ يوه نوې غميزه!
د کندز، شينوارو، قيصار او نورو غميزو وروسته، د وحشت استازو په زابل کې د اوو تنو بېګناه افغانانو غاړې د دې لپاره  ورپرې کړې چې په ولس کې وېره خپره کړي، د نفاق اور ته لمن ووهي، د دښمنانو زړونه پر موږ يخ کړي او ولس دېته اړ کړي چې وحشت ته د اطاعت غاړه کښېږدي. افغان ملي غورځنګ د هېواد د هر ګوټ او هرې سيمې غم خپل غم او د ټول هېواد غم ګڼي او د جاغوري د خلکو پر وړاندې وروستی وحشت په کلکه غندي.
زموږ په اند افغانستان يو ځل بيا له يوه ډېر حساس پړاو څخه تېرېږي، ډېرې لويې دسيسې ورته سنجول شوې دي او ډېر ناولي لاسونه راغځېدلي دي. که چېرې پدې حساس پړاو کې چې د ملي وحدت!؟ حکومت هم خپله بشپړه بې کفايتې ثابته کړې ده، موږ هم له تدبیره کار وانخلو او د ملي يووالي په روحيې سره ټولو دسيسو ته يو موټی ځواب ورنه کړو، ښايي روان بحران دومره ژور شي چې بيا به يې د زيانونو جبران ناشونی وي.
اته دېرش کلنې جګړې افغان ولس بیا هم هغسې ونه وېشلو، چې دښمن غوښتل او ښه خبره دا ده چې په وروستۍ يوه لسيزه کې افغان ولس د يو موټي کېدو خواته ډېر نږدې شوی دی. له بده مرغه په وروستيو څو مياشتو کې موږ ګورو چې بهرني دښمنان بیا هڅه کوي د افغان ولس تر منځ د نفاق له لارې خپلې دسيسې دلته پلې کړي. بده يې دا ده چې سره له ډېرو ترخو تجربو بیا هم يو شمېر افغانان د دښمنانو په لومه کې لوېږي او غواړي روانې غميزې ته د ناپوهۍ له مخې او يا هم په لوی لاس قومي او مذهبي رنګ ورکړي. موږ د روانو ستونزو او پېښو پر وړاندې قومي غبرګون هم په کلکه غندو او پر افغان ولس غږ کوو، چې راځئ د دښمنانو دسيسې په ګډه شنډې کړو، د هر توکم او هرې سيمې ستونزه خپله ستونزه وګڼو او په ګډه يې د حل لپاره هڅې وکړو. زموږ په اند وحشت خپل او پردی نه پېژني او نه هم يوازې په يوه سيمه کې تم کېږي، بلکې د وبا په څېر خپرېږي. که چېرې همدا اوس د دې وبا د مخنيوي لپاره يوه خوله او يو موټي نه شو، سبا به ډېر ناوخته وي.
موږ پر ټولو سياسي ډلو او مدني ټولنې غږ کوو، چې راځئ له روانې غميزې څخه د وتلو لپاره د يوه ملي ډيالوګ له لارې د حل يوه معقوله افغاني لار ولټوو او په پلي کولو کې يې ګډ مسووليت پر غاړه واخلو. افغان ملي غورځنګ نه يوازې پدې برخه کې خپل چمتووالی اعلانوي، بلکې هڅه کوي د ډيالوګ د پيل لپاره تر ټولو مخکې ګام واخلي.
د واحد او سرلوړي افغانستان په هيله
 
اعلامیۀ افغان ملي غورځنګ
در پیوند با جنایت جاغوری
با دریغ و درد که هر روز شاهد وحشت جدید و سوگواری نو هستیم!
به تعقیب جنایت‌ها در قندز، شینوار، قیصار و دیگر نقاط کشور، اینک عمال وحشت ‌گلوی هفت هموطن بیگناه ‌مان را در زابل برای آن بريدند تا مردم را دچار هراس سازند، آتش نفاق را دامن زنند و مردم را مجبور به اطاعت از وحشت نمايند. افغان ملي غورځنگ، سوگ و مصیبت در هر ‌گوشه کشور را سوګ خویشتن و سوګ همه ملت دانسته و وحشت اخیر در برابر مردم بی ‌گناه جاغوری را شدیداً تقبیح می نماید.
به باور ما افغانستان از یک مرحلۀ بسیار حساس و پر چالش حال عبور میکند، دسايس خطرناک علیه کشور ما چيده شده و دست های کثیف بسوی ما دراز گردیده است. در چنین وضعیت حساس که حکومت وحدت ملی نیز بی کفایتی تمام را به اثبات رسانیده، چنانچه ما نیز از تدبیر کار نگیریم و با روحیۀ ملی و بطور یکپارچه پاسخ دسايس پنهان و آشکار دشمنان را ندهيم، شاید بحران جاری آنچنان ژرف گردد که دیگر زيانهای آن قابل جبران نباشد.
جنگ سی‌وهشت ساله در کشور، ملت واحد افغان را آنطوریکه دشمنان انتظار داشت نتوانست متفرق کند و خوشبختانه که طی دهۀ اخیر ملت ما بسوی وحدت دوباره هر چه بیشتر نزدیک شده است. با تأسف که در ماه های اخیر شماری از دشمنان خارجی ماتلاش میورزند تا از راه دامن زدن به تفرقه دسایس خویش را جامه عمل بپوشانند. تاسف بار تر این که باوجود تجارب تلخ گذشته باز هم تعدادی از هموطنان ما در دام دشمن میافتند و ناآگانه میخواهند بحران جاری را رنگ قومی و مذهبی بدهند. ما برخورد قومی و مذهبی در قبال چالش ها و حوادث اخير را نیز نکوهش می کنیم و ملت افغان را فرامی خوانیم تا در خنثی کردن دسایس دشمنان بطور یکپارچه عمل نمایند و معضل هر گوشه کشور را از آن خود دانسته و در حل آن تلاش نمایند. به باور ما عمال وحشت خویش و بیگانه را نمیشناسد و نه هم وحشت در یک ساحۀ مشخص محدود میماند بل مانند وبا به هرسو سرایت می کند. چنانچه همین حالا برای نابودی این وبا دست بکار نشويم و  یک مشت و يکصدا با آن برخورد نکنیم فردا حتمن دیر خواهد بود.
ما از تمامی گروه های سیاسی و مدنی می خواهیم که از طریق یک دیالوگ ملی جهت خروج از بحران جاری يک راه حل معقول افغانی را جستجو نمايند و تحقق آن را مسؤلیت مشترک خویش بدانند. افغان ملي غورځنگ نه تنها در این راستا آماده گی خویش را اعلام می دارد بلکه تلاش می نماید برای آغاز چنین دیالوگی خود پيشگام شود.
به امید افغانستان واحد و سربلند!