کالانیتي مارن؛  منشي چې میلیاردر شوی

 
د عالمانو په باور د بریا له سترو رازونو یو یې یو ځل بیا هڅه کول دي. هغه کسان چې دا ځانګړنه لري او ماتې ته د ژوند د پای په سترګه نه ګوري تر نورو ډېر د بریالي کېدو فرصت لري.
هندی « کلانیتي مارن» د سوداګریز ژوند په لومړیو کې له ماتې سره مخ شو؛ خو دې ماتې د نوموړي د هغې اورنۍ لېوالتیا مخه ونه شوی نیولی چې د ښه ژوند او بریا لپاره درلوده.
نوموی په ۱۹۶۴ زېږدیز کال د سویلي هند په یوه سیاستواله کورنۍ کې زېږېدلی دی. پلار او ورور یې په هند کې د وزیران پاتې شوي، خو ده ټول عمر په کاروبار کې تېر کړی دی.
په کلانیتي کې د رهبرۍ حس له تنکۍ ځوانۍ څرګند و. کله یې چې ښوونځي خلاص کړ، په کالج کې د محصلینو د ټولنې مشر شو.
په هند کې د لویال کالج تر بشپړولو وروسته د لوړو زده کړو لپاره د متحده ایالاتو پنسلوانیا ایالت ته ولاړ. د دغه ایالت په سکرانټون پوهنتون کې یې د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري وکړه. د زده کړو پر مهال یې په امریکا کې د تلوېزیوني او راډیويي شبکو زیاتوالي پام ځانته واړاوه. له ځان سره یې وپتیېله که همدا تجربه هند ته ولېږدوي، ښايي ډېره ګټوره تمامه شي.
د ماسټرۍ تر بشپړولو وروسته هند ته راستون شو؛ خو د خپلې ایډیا د عملي کولو لپاره یې خپل سن او وخت مناسب ونه ګاڼه. له همدې کبله یې له یوه خپرندوی بنسټ سره د منشي په توګه دنده پیل کړه. تر څه مودې وروسته یې د خپلې کورنۍ له یوې اوونیزې سره کار پیل کړ.
په ۱۹۹۰ کال کې یې د لومړي ځل لپاره خپله سوداګري پیل کړه او د کورنۍ په مرسته یې یوه میاشیتنۍ مجله رامنځته کړه. تر دوو کلونو وروسته دا مجله د ادبي غلا په تور بنده شوه. سره له دې چې دغه کار د مارن لپاره یوه ناکامي؛ خو دې ناکامۍ هېڅکله د هغه د پرمختګ مخه ونه نیوله.
په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې یې له بانک څخه ۸۶ زره ډالره پور د خپل پلار په ضمانت واخیست او د سن ټي وي په نوم تلوېزیون یې پرانیست.
سن اوس د تلوېزیونونو، اېف اېم راډیو ګانو او ورځپاڼو پر ستره شبکه بدله شوې چې په هند کې د رسنیو له سترو ګروپونو ګڼل کېږي. نوموړی د همدې کمپنۍ له لارې د هند په یوه مشهور هوايي شرکت سپایس جیټ او د ای پی اېل لوبو د ټکټونو په یوه ټیم « سنریزرس حیدراباد» کې ونډې لري.
د نوموړي د رسنیو پر ګروپ د حکومت له لوري په دې تور چې ګنې د هند ملي امنیت ته ګواښ دی ځینې محدودیتونه هم لګول شوي او دعوه یې روانه ده.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر په ۱۱ مه نېټه د کالانیتي مارن پانګه دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په هند کې ۳۲ ام ځای لري.
واده یې کړی، یو اولاد لري او د هند په چنای کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.