
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د زمري د مياشتې پر ٢٨ په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو لپاره ټولټاکنې وشوې د اووه لسو فيصدو رايو پايله اعلان شوى، چې د ولسمشر حامدکرزي تله په کې درنده څرگنديږي د ولايتي شوراگانو د ټاکنو پايلې لا نه دي څرگندې شوي خو نړيوالو رسنيو ټول پام دا مهال د ولسمشريزو ټاکنو پايلو ته اوښتې د ځينو کړيو لخوا پر ټاکنو کې د درغليو خبرونه هم خپاره شوي بله دا، چې د ځينو صندقونو د سوځيدلو، په سيند کې د غورځيدو خبرونه هم خپاره شوي دي طالبانو څرگنده کړې، چې په ځينو سيمو کې د رايو صندقونه سوځولي خو اوس، چې د درغليو خبرونه هم خپاره شوي او ورسره د رايو بشپړه پايله د وږي د مياشتې په شپږويشتمه څرگنديږي نو ولس د يو ډول اندېښنې سره مخ دى نړيوالې خبري رسنۍ په دې خبره هم تبصرې کوي، چې آيا ولسمشر کرزى به يو پنځوس فيصده رايه ترلاسه کړي او که ټاکنې به دوه ېم ځل ته وځنډيږي هېواد اوسني سياسي شرايط په دې غوښتنه نه کوي، چې د حامدکرزي او ډاکټر عبدالله ترمنځ يو ځل بيا ټاکنې وشي، چې يو کانديد يو پنځوس فيصده رايې ترلاسه کړي که چيرى انتخابات دوه ېم ځل لپاره کيږي نو ورسره په هېواد کې امنيتي ستونزې زياتيږي او د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه به د دوه ېم ځل د ټاکنو د امنيت ټينگښت وکولى شي که چيرى د همدغو پايلو له مخې حامدکرزى يو پنځوس فيصدو رايه ترلاسه کړي نو آيا دنوموړي حکومت به حقوقي مشروعيت ولري ، چې ځنې رايې وسوځول شوى، ځنې صندقونه په سيند لاهو شول، او زياترو هېوادوالو په رايو کې برخه وانه خستله نو دا هغه پوښتنې دي، چې د افغان ولسمشر حامدکرزي راتلونکى حکومت له حقوقي پوښتنې سره مخ کوي په همدې خبره د ولس مشر حامدکرزي او د امريکا د استازي هالبروک ترمنځ خبرې هم ترخې شوى وى.
qadirandewal@yahoo.com
Pakhtoonpost@gmail.com