یوسف منصور؛  د شتمنې مصرۍ کورنۍ غړی

 
یوسف منصور د مصر د دویم ستر شتمن محمد منصور ورور او د یوې شمتنې مصرۍ کورنۍ غړی دی. دې وروڼو ته کاروبار له خپل پلار لطفي منصور څخه پاتې دی. لطفي چې له مصر د باندې یې لوړې زده کړې کړې وې، په خپل وخت کې د مصر په حکومت کې پر لوړو دندو کار کاوه. د مصر د کرنې وزارت تر مرستیالۍ ورسېد؛ خو دولتي دنده یې پرېښووده او هڅه یې وکړه چې له ترلاسه کړو تجربو په خپله سوداګرۍ کې کار واخلي.
په ۱۹۵۲ زېږدیز کال کې یې په مصر کې د کتان د سوداګرۍ یوه کمپنۍ جوړه کړه. کمپنۍ په لږ وخت کې د مصر د کتان دویمه ستره صادروونکې کمپنۍ شوه. کله چې جمال عبدالناصر په مصر کې واک ته ورسېد، د منصور کورنۍ شتمني یې کنګل او کمپنۍ یې مصادره کړه.
د دې کورنۍ کنګل شوې پانګه واک ته د ولسمشر سادات له رسېدو وروسته له کنګل خلاصه شوه او یو ځل بیا اقتصادي فعالیتونه پيل کړل.
د هغه شهرت له کله چې لطفي منصور د کتان د سوداګرۍ په برخه کې درلود د سوډان ولسمشر هغه ته په خپل حکومت کې دنده ورکړه. تر څو کاله کار وروسته لطفي دنده پرېښووده او په جنیوا کې یې د خپلې سوداګرۍ څانګه پرانیستله.
تر دې وروسته یې خپل کاروبار یوازې د کتان په سوداګرۍ پورې محدود نه کړ او نورو برخو ته د غځولو په موخه یې هڅې پیل کړې.
د امریکا د موټرو له مشهورې کمپنۍ جنرال موټورز سره یې د وېش تړون لاسلیک کړ او منصور ګروپ اوس په نړۍ کې د وېش په برخه کې د دې کمپنۍ تر ټولو ستر پارټېنر بلل کېږي.
د لطفي تر مرګ وروسته د هغه سوداګري څلورو زامنو او یوې لور ته پاتې شوه.
یوسف منصور یې مشر زوی دی؛ خو د محمد او یاسین په کچه مشهور نه دی. نوموړي د شمالي کارولینا په پوهنتون کې د نساجۍ د تکنالوژۍ او د نساجۍ د کیمیا برخې لوستې  دي. وروسته یې له اوبرون پوهنتون څخه د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړې ده.
ده پر دې سربېره چې د خپلې کورنۍ سوداګرۍ په اجرایوي برخه کې د پام وړ کار کړی، کاروبار یې په بریالیتوب د سوپر مارکېټونو برخې ته غځولی دی.
نوموړي په مصر کې د مېټرو او خیرالزمان په نوم د حلقوي سوپر مارکېټونو تر ټولو ستره شبکه رامنځته کړې چې ۹۷ څانګې لري.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نوومبر په ۹ مه نېټه د یوسف منصور پانګه یو اعشاریه ۶۸ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او د مصري میلیاردرانو ترمنځ څلورمه ځای لري.
واده یې کړی، دوه اولادونه لري او د مصر په پلازمېنه قاهره کې ژوند کوي.



دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.