د بيت الله مسيد له وژل کيدو وروسته  دپاکستاني طالبانو راتلونکې

سريزه
بيت الله مسيد
حکيم الله مسيد دطالبانو نوی مشر
دپاکستان دطالبانو راتلونکی
په افغانستان کې دطالبانو دحکومت له سقوط او پر دغه هيواد دامريکايې ځواکونو له  بريد وروسته په پاکستان کې ځينې  مذهبي کړيو د عام ولس له احساساتو څخه دګټې اخستنې په موخه ځينې خوځښتونه پيل کړل . که څه هم په لومړي سر کې دغه خوځښتونه ډير سره منظم نه و ، ولې وروسته دغه خواره  واره خوځښتونه ځينې سره راټول شول او خپل فعاليتونه يې پراخ کړل. د پاکستان د وخت واکمنو هم وغوښتل له د غو ډلګيو څخه  د خپل ځان په ګټه کار واخلي له دغه ډلو سره يې دسولې په نامه تړونونه لاسليک کړل څو دوی په افغانستان کې عملياتو ته وزګار شي او په پاکستان کې له ورانکارۍ لاس واخلي ،خو  پاکستان چې کوم خوب ليدلی و ښايې تعبير به يې سر چپه راوتلی وي . ځکه يو وخت داسې راغی چې دغه ډلې دپاکستان له واکه ووتلې   د پاکستاني پوځ او کور دننه دلويدځ پر ګټو يې بريدونه شروع کړل ، دپاکستان له لارې افغانستان ته  د ناټو د لوژستيکي توکو  د مخنيوي په موخه يې د دوی ځينې کاروانونه وسوځوال او ځينو نورو ته يې خنډونه راوپنځول . په دې منځ کې بيت الله مسيد هم هغه ځوان و چې په ډيره لږه موده کې ډير مشهور شو او په  پاکستان او نړۍ کې يې  پر خلکو ځان وپيژندلو دا هم ديوې ډلې طالبانو مشر و، او په ۲۰۰۷ کې دنوموړي په هڅو  دپاکستاني طالبانو په نامه يو تحريک رامنځ ته شو  .
 لکه څرنګه چې دنوموړي مرګ يوه معما ده همدارنګه نوموړی  په خپل ژوند کې ډيرې لوړې او   ژورې لري راځئ د دغه ځوان ژوند ته لږ څه تم شو.
بيت الله مسيد
 بيت الله مسيد په ۱۹۷۰ ز  د جنوبي وزيرستان د بانډه داود شاه په سيمه کې زيږيدلی دی . نوموړی د مسيد د قبيلې دعليزۍ د څانګې  پورې اړه لري.  مسيد د جنوبي وزيرستان داوسيدونکو  ۶۰ ٪  جوړوي چې نږدې ۲۵۷۹۰۴  وګړي لري . ويل کيږي چې بيت الله مسيد ترلسم ټولګې  زده کړې  کړي دي ، خو په فطري ډول يې دمشرتابه وړتيا درلوده او  د ترهګرۍ پر وړاندې دامريکا جګړې ور سره نوره هم مرسته وکړه چې په ډير لږ وخت کې ډير وځليږي.
. دپاکستاني طالبانو غوښتنې او پرګرامونه نړيوال رنګ لري دوی دامريکا ، برتانيه او پاکستاني پوځ پر وړاندې  دجهاد اعلان کړی په قبايلي سيمو کې دپوځ له شتون سره مخالفت لري دشريعت دپلي کيدو شعار يې پورته کړی . د بيت الله مسيد نوم هغه مهال د مطبوعاتو دسر ټکی شو کله جنرال پرويز مشرف په پاکستان دقاضيانو له ستونزې دخلاصيدو په موخه بيړني حالت اعلان کړ . دبيت الله مسيد په هکله ويل کيده چې ډير فعال کس دی تل خپل ځای بدلوي ، د کيمرو مخ ته راتګ نه خوښوي او تل هڅه کوي چې نقاب ولري .  په شمالي او جنوبي وزيرستان  کې  شل زره وسلوال جنګيالي لري ، ويل کيږي چې ۳۰۰۰ بهرني جنګيالي هم د نوموړي تر قوماندې لاندې په مبارزه بوخت دي چې ډيری يې د منځنۍ اسيا په هيوادونو  پورې اړه لري .
په دې ورستيو کې خو نوموړی په قبايلي سيمه  کې له وزيرستان څخه تر باجوړه   د پاکستاني طالبانو دتحريک  مشر وټاکل شو . د ۲۰۰۷ په اګست کې يې ۲۴۳ پاکستاني ځواکونه وتښتول څو پاکستاني پوځ سره طالب زنداينان ورباندې را خلاص کړي . دامريکا د بهرنيو چارو وزارت يې پر سر ۵ ميليونه  ډالر انعام کيښود، که چا يې پر اړه معلومات ورکړل .پاکستاني چارواکي فکر کوي چې نوموړی د وژل شوي پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظير بوټو په وژنه کې هم لاس لري .
مسيد له القاعدې سره هم اړيکې درلودې . په دې لړ کې يې ځينې د القاعدې ځنيو مشرانو لکه  ابو مصعب الزرقاوي سره مخکې له دې چې زرقاوي عراق ته لاړ شي ليدلي وو . مسيد  او زرقاوي ځينې ګډ صفات هم درلوده د پلان جوړونې ، جګړېيزې ستراتيژۍ ، مطبوعاتو سره نه ليوالتيا . هغه ځانګړنې دي چې دواړو مشرانو درلودې ، ځينې شنونکي وايې چې دمسيد مړينه به په قبايلي سيمه کې  هومره ضربه القاعدې ته ورسوي څومره چې په عراق کې د ابومصعب الزرقاوی مړينې ورته رسولې ده  په دې ورستيو کې  داسې راپورونه خپاره شوي چې نوموړی د روان کال داګست په ۵ مه نيټه د امريکايې بې پيلوټه الوتکو دبريد په پايله کې وژل شوی چې لاهم د ده نږدې ملګري  دا نه مني چې نوموړی وژل شوی.   که څه هم اوس دوی دنوموړي ځای ناستی ټاکل شوی  ،خو لا داخبره هم ګونګه ده .
هغه څه چې بيت الله مسيد ترسره کړي او يا ورباندې تورن دی :
0-                      ۲۰۰۶ لومړيو کې مسيد په دې وتوانيده چې په جنوبي وزيرستان خپل واک ټينګ کړي
1-                      ۲۰۰۶ نوموړي په جنوبي وزيرستان کې شته ډلې سره راټولې کړې
2-                       ۲۰۰۷ مسيد دبهرنيانو امريکايانو او انګريزانو پر وړاندې دجهاد اعلان وکړ
3-                       ۲۰۰۷  مسيد په اسلام اباد کې دسره جومات عمليات له نږدې څارل
4-                       ۲۰۰۷  دپاکستاني طالبانو تحريک رامنځ ته کړ
5-                       ۲۰۰۸  د پاکستان دطالبانو تحريک د دغه هيواد د اردو پر وړاندې عمليات پيل کړل
6-                      ۲۰۰۸ کې مسيد ګواښنه وکړه که دسرحد حکومت په ۵ ورځو کې دننه استعفا ورنکړي پر وړاندې به يې عمليات ترسره کړي
7-                      ملګرو ملتونو په پاکستان کې د پيښو په اړه يو اوږد راپور خپور کړ چې د ډيرو نسبت پکې مسيد ته شوی وو لکه :
 = دراولپينډي بريدونه ۲۰۰۷
- دپخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظير بوټو وژنه
- په لاهور کې دپوليسو داکاډمۍ الوزونه
- په ۲۰۰۹ کې په نيويارک کې دبينګمتون  د ودانۍ په نښه کول
- په وزيرستان کې دټولو بريدونو ترسره کول
- دسوات دطالبانو سره تړون .
په دې ورستيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې نوموړي د خپل خسر په کور کې وه چې دامريکايې بې پيلوټه الوتکو له خوا په نښه شوی او وژل شوی خو د نوموړي نږدې همکاران لا د ده مړينه نه مني خو هغه څه چې روښانه دي هغه دبيت الله مسيد له ساحې څخه غيابت دی . طالبان دا مني چې له نوموړي وروسته ديو څه مودې لپاره ملا فقير محمد د پاکستان طالبانو سرپرستي وکړه خو اوس د بيت الله مسيد يو تر ټولو نږدې همکار حکيم الله مسيد د دغه تحريک مشري کوي که څه هم د بيت الله مسيد د وژل کيدو له خبر وروسته ځينې نور ګونګسۍ هم خپرې شوې دبيلګې په توګه دحکيم الله مسيد او ولي الرحمن ترمنځ د تحريک دمشرۍ پر سر شخړې خو په دې اړه معلومات ډير دقيق نه دي ځکه وزيرستان يوه داسې سيمه ده ، مطبوعات يې اړه ډير معلومات نه لري . دا چې د بيت لله مسيد وروسته به دطالبانو تحريک کومې ستونزو او ننګونو سره مخامخ شي په دې هم لږه رڼا وا چوو .
 
 
 
حکيم الله مسيد او  د پاکستان د طالبانو د تحريک راتلونکی
حکيم الله مسيد د بيت الله مسيد له مرګ وروسته د باجوړ د طالبانو د قومندان مولانا فقير محمد له خوا د د دغه تحريک مشر وټاکل شو، مولانا فقير محمد رسنيو ته ويلي  و چې د بيت الله مسيد وروسته د طالبانو د تحريک په مشرۍ د طالبانو ترمنځ اختلافات و، خو اوس دغه اختلافات ختم شوي او موږ حکيم الله مسيد د نوموړي تحريک مشر ټاکلی.
حکيم الله مسيد د  ۸۰۰۰ طالب جنګياليو مشري کوي چې له ده  مخکې بيت الله مسيد ۳۰۰۰۰ طالب جنګيالي درلودل. فقيرمحمد زياته وي : چې  د تحريک  د شورا ۴۲ غړو پريکړه کړې ، چې په دغه تحريک کې د حکيم الله مسيد په څير  بل پياوړی قومندان نشته او نوموړی کولای شي چې د طالبانو تحريک چارې په ښه توګه ترسره کړي. حکيم الله مسيد له دې نه مخکې چې د دغه تحريک مشري پرغاړه واخلي  درې مهمې ايجنسۍ اورکزۍ ، کرم او خيبر ايجنسۍ يې  اداره کولې .
د ځينو معلوماتو پر بنسټ د تحريک نوی وياند به اعظم طارق وي ، د  نوموړي نوم د سپاه صحابه د وژل شوی مشر چې په خټه پنجابی و،  او د جنګ د سيمې اوسيدونکی و ته ورته دی  .د  سپاه صحابه پر ډله  د پاکستان د حکومت له خوا بنديز لګول شوی  دغه ډله په فرقه ييز تشدد کې پر لاس لرلو تورنه ده   . حکيم الله مسيد چې په کرمې  ايجنسۍ کې د شيعه ګانو سره په فرقه ييز تشدد اخته و او هلته يې  د شيعه مشر حسين علي  شا ه  سره څو ځله جګړه هم کړې  نو د کرمي ايجنسۍ  اړونده چارې يې  هم اعظم طارق ته ور وسپارلي چی و کولای شي د سپاه صحابه د پخواني مشر چی له ده سره يې  نوم يو شان دی په څير شيعه ګان ووژني .
حکيم الله مسيد د بيت الله مسيد د ډير نږدي ملګري او داسی هم ويل کيږي چې نوموړی د بيت الله مسيد ډريور هم و . همدارنګه داسی ګونګوسۍ هم شته چې حکيم الله مسيد ټاکل به  د تحريک د شورا وروستۍ پريکړه نه وي، بلکه دوی لا هم فکر کوي چي د تحريک مشري بل چاته وسپاري، خو دوی حکيم الله مسيد له دې لپاره خوښ کړی چې د نوموړي په فاټا او نورو ايجنسيو کې محبوبيت معلوم کړي.
د حکيم الله مسيد په اړه دا هم ويل کيږي چې نوموړی اسلامي اخلاقو ته ډير ژمن نه دی، او هيڅکله هم د سولي تړون ته غاړه نه ږدي .  د نوموړي ټاکل به سړي تښتونکو ، غلو او نورو مجرمينو ته زمينه برابره کړي چې له پيښوره تر کراچۍ  خپل  کارونه په ازادۍ سره تر سره کړي. چې له دې امله دپاکستان حکومت هم په انديښنه کې دی چې نوموړی به د طالبانو د نورو مشرانو په راجذبولو سر ه به  بيرته سړي تښتونکي، داړه ماران او  نور مجرمين هم  دغه تحريک ته ورشي چې په دې سره به نه يواځې د طالبانو تحريک پياوړی شي بلکه په پاکستان کې به د بريدونه سر بيره فرقه ييز تشدد او  نور جرمونه هم زيات شي.
 
 
د تحريک د راتلو نکی په اړه پوښتنی
 
د بيت الله مسيد په اړه ویل کیدل چې یو ډير ښه منجر دی او کولای شول چې خپلې ټولې چارې د یو میکانیزم له مخي پرمخ بوځي او د خپل ښه منجمنټ له امله یی کولای شول چې د طالبانو تحريک جنګیاليو ته په منظمه او په خپل وخت معاش ور ورسوي. خو د حکيم الله په اړه ویل کیږي چې یو ښه منجر نه دی نو ایا دابه وکولای شي چې د تحريک ټولې چارې د بيت الله په شان پرمخ بوځي؟
ایا حکيم الله مسيد به د خپلو ۸۰۰۰ جنګیالیو په مټ قبایلي سیمې کنټرول کړای شي؟
دویم ایا حکيم الله مسيد به د خپلو ۸۰۰۰ جنګیالیو سربیره د بيت الله مسيد د ۳۰،۰۰۰ جنګیالیو ته معاشات او نورې د ژوندانه اړتیاوې برابري کړای شي ؟ چې هغوی سره بيت الله ژمنه کړې وه چې ورته به معاشات او د شهیدانو لپاره پیسي ورکوی او همدارنګه به بيت الله کله کله د زیانمن شوو کورنیو سره مرستې هم کولی.
 
دغه یوه ستره اندیښنه چې د تحريک راتلونکې به له ګواښ سره مخ کړي طالبان هم اندیښمن کړي، او د بيت الله مسيد د ۳۰،۰۰۰ جنګیالیو برخلیک هم لا معلوم نه دي.  که چیرې حکيم الله د دغه ۳۰،۰۰۰ کسیزې ډلې د معاش او نورو اړتیاوو غم ونه خوري نو دغه ۳۰،۰۰۰ جنګیالي خو به په قبایلي سیمو کې د حکيم الله مسيد واک ته ګواښونه را ولاړ نه کړي؟
ایا دې ۳۰،۰۰۰ جنګیالیو په هیره ولو به د پاکستان د طالبانو تحريک په څو برخو و نه ویشل شي؟
 
خو دوه مهمي سرچینې شته چې د پاکستان د طالبانو تحريک به له ویشلو او د له منځه تللو وژغوري:
لومړی القایده او دویم د پنجاب د طالبانو تحريک دی، دواړه کوښښ کوي چې د بيت الله وروسته داوړه مسيدان حکيم او ولي ترمنځ کړکیچونه حل کړي او دواړه وهڅوي چې د لیډرشيپ په سر د لانجو نه لاس په سر شي او خپلې جګړې ته ادامه ورکړي، خو دا ټول ولی الرحمن مسيد پورې تړلې دي چې ایا هغه به حکيم الله مسيد د خپل مشر په توګه ومني؟
په دې ورستیو کې یو شمیر رسنیو د ولي الرحمن په اړه لیکلي و چې د تحريک د شورا په هغه غونډه کې یې ګډون نه و کړی چې حکيم مسيد یی ټاکلو.