اېډوین لیونګ؛ د هټیو پاچا


په دې کې شک نه شته چې د ژوند شرایط د انسانانو په بریا کې رول لري؛ خو د بریا اصلي سرچینه پياوړې اراده او سخت کار دی.
که د ژوند د شرایطو له مخې د انسانانو پر راتلونکي بحث وکړو، د داسې ماشوم لپاره د ښه ژوند وړاندوینه په سختۍ کېدای شي چې په ۹ کلنۍ یتیم شوی وي؛ خو د پیاوړې ارادرې او سخت کار پر مټ دا کار هم شونی دی.
چینایی « اېډوین لیونګ» د ۹ کلونو و چې خپل پلار یې له لاس ورکړ او یتیم شو. نوموړی په ۱۹۵۱ یا ۱۹۵۲ زېږدیز کال کې د چین په «ګوانګدونګ» ولایت کې زېږېدلی دی. د تنکۍ ځوانۍ پړاو ته لا نه و رسېدلی چې پلار یې مړ شو او د روزنې چارې یې مور ته ور په غاړه شوې.
لېونګ له ماشومتوبه زیار کښ و. د پروفیسو سیمون هانیس په نوم یو چینایی لیکوال وايي د ښوونځي له دورې یې پر خپلو زده کړو تمرکز وکړ او په بریالیتوب د ښوونځي له بشپړولو وروسته یې د برېټېش کلمبیا په پوهنتون کې د لسانس تر کچې زده کړې وکړې.
وروسته د ماسټرۍ لپاره د کاناډا تورنتو پوهنتون ته ولاړ. د زده کړو له بشپړولو وروسته هانګ کانګ ته را وګرځېد او د څو کلونو لپاره یې په مالي سکټور کې کار وکړم. په دې برخه کې د تجربې له ترلاسه کولو وروسته یې په ۱۹۷۷ زېږدیز کال کې د « Tai Hung Fai Enterprise» په نوم د جایدادونو او املاکو کمپنۍ پرانیستله.
د کمپنۍ د پراختیا لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې او تای هونګ فای یې بلاخره تر دې بریده را ورسوله چې اوس د وروستۍ لسیزې د چټک پرمختګ کووونکو چینايي کمپنیو په قطار کې راځي.
د همدې کمپنۍ له لارې نوموړی په هانګ کانګ کې په بېلابېلو سوداګریزو او استوګنیزو جایدادونو کې ونډې لري چې پر مټ یې نن میلیاردر دی.
د سوډ چینا مارنېنګ پوسټ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د سوداګریزو جایدادونو په برخه کې د بریالي کاروبار له کبله اېډېونګ لیونګ ته د « هټیو د پاچا» لقب ورکړل شوی دی.
نوموړی د خپلو خیریه کارونو له کبله هم مشهور دی او په همدې موخه یې یو بنسټ جوړ کړی. د دغه بنسټ ډېر تمرکز له ډېر عمر لرونکو کسانو او د سینې پر سرطان له اختو ښځو سره پر مرسته دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر میاشتې د اتمې نېټې د شمېرو له مخې اېډوېنګ لیونګ دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په هانګ کانګ کې ۲۰ ام ځای لري.
۶۳ کلن لیونګ واده کړی، یو اولاد لري او په هانګ کانګ کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.