څنګه نوښت وکړو؟/ دويمه برخه


دویمه او وروستۍ برخه
له خطره مه وېرېږئ
خلاقیت د نوې لارې ازمویل دي. نوې لار حتما د ګټوره نه وي. یعنې د دې امکان وي چې ګټه وکړي او یا مو هم ښايي له زیان سره مخ کړي. د دې لپاره نوښت وکړئ باید له پایلو وېره ونلرئ. که مو مثبته پایله ترلاسه کړه نو ښه تر ښه که مو پایله په زړه نه وه نو دا څه خبره ده، دنیا خو پای ته نه ده رسېدلې دا نه بله لار کېدای شي د یوې لارې نه د یوې لارې پایله مثبت وي، کوښښ مه پرېږدئ د خپل نوښت بېل اړخونه وګورئ آن کله کله د خلاقیت لپاره په خطرناکه ځمکه هم ګام اېښودلی شئ.
ځینې خنډونو ته ارزښت مه ورکوئ
ستاسې د نوښت غوټۍ هله ګل کېږي چې په مثبت چاپېریال کې وی. کوښښ وکړئ چې ځان ته روحیه ورکړئ، که په کوم کار کې بریالي شوی ځان تشویق کړئ، خو که مو ماته وخوړه خپل ځان ته ډاډ ورکړئ چې د بریالیتوب لپاره نورې لارې هم شته دي هغه به ازمویی او ځان به تر بریا رسوی د همدې مثبتې روحیې لپاره له مثبتو کسانو سره ناسته ولاړه مهمه ده.
ځان ته مثبت او هڅوونکي ملګري پيدا کړئ له هغوی سره د نوو فکرونو په اړه خبرې وکړئ، له هغو کسانو سره چې ستاسې مفکورې ورته ارزښت نه لري او کېدای شي تاسې له هغه منع کړي خپلې مفکورې مه شریکوئ.
کېدای شي تاسې به داسې ملګری لری چې درباندې ګران وي، خو که ورته وایی چې زه دا کار کوم هغه به درته وایي چې ته نشې کولی او ستا د بریا فرصت لږ دی. د بېلګې په توګه غواړی په یوه سیالۍ کې ګډون وکړئ، نو هغه ته دا خبره کوی. هغه به ژر دا دلیلونه درته قطار کړي چې ستا د ماتې امکان څومره ډېر دی او یا که غواړی بهر ته ږلاړ شې هغه به ژر ستا لپاره ځينې داسې دلیلونه پیدا کړي چې ته یې نشې کولی. کېدای شي د هغه نیت بد نه وي، کېدای شي د دې لپاره دا خبرې کوي چې ته یې له څنګه بېل نشي، نو خپل فکرونه له داسې ملګري سره مه شریکوئ، خو داسې کس باید هرومرو وي چې ستاسې د فکرونو وده او پراختیا غواړي داسې کس پیدا کړئ.
له ماتې مه ډارېږئ
دا مه هېروئ چې تېروتنه او ماتې سره تړلي دي. هغه ډار چې په خپل زړه کې روزئ، د زهرو په څېر به ستاسې قوت او فکر ووژني، به فلج مو کړي او یو ګام به هم اوچت نشی کړیل؛ نو که مو سل ځله د (نه) ځواب واورېد بیا هم خپلې هڅې وکړئ. کېدای شي په یو سل یوم ځل مثبت ځواب واورئ دا کولی شي د ټولو هڅو ستړیا له تاسې لرې کړي.
هرې ستونزې ته څو حل لارې شته
دا ځل که له هرې ستونزې سره مخ شوی، د یوې حل لارې پر ځای څو دانې وپلټئ او په هغه کې بیا تر ټولو ښه وټاکئ. په دې توګه مو دا مسئله هم په ذهن کې وي چې که دې هڅې کار ور نه کړ دا بله خو شته ده، دا نه یوازې مسئلې ته د حل لاره پيدا کوي بلکې په ذهن کې د خلاقیت قوه ژوندۍ ساتي.
د قوت سرچینې وپلټئ
کېدای شي کارځای مو هومره انګېزه ورکوونکی نه وي یا داسې وسایل نه وي چې تاسې ته نوښت او فکر درکړي. داسې یو چاپېریال ستړی کوونکی دی، د قوي او تکړه لیکوالانو الهام بښونکي کتابونه ولولئ، په زړه پورې موزیمونو ته ولاړ شئ، د لویو استادانو شاګردي وکړئ، داسې محفلونه او مراسم وګورئ او ګډون په کې وکړئ چې په هغه کې لوی کسان نمانځل کېږي یا جایزې ورکول کېږي.
که موخه لرئ او په خلاقیت پسې ګرځئ نو په دې لاره کې هېڅ کوښښ مه سپموئ. څو چې توان لرئ کوښښ وکړئ خلاقیت مو قوي کړئ او خپل ذهن ته مثبت قوت ورکړئ، داسې ورځ به راشي چې د لویو کسانو په لیکه کې ولاړ وئ. د خلاقیت له تومنې سره به مو ژوند د بریاوو په ډګر واوړي، له خلاقیت پرته ژوند خوندور نه دی؛ ځان هغه ځای ته ورسوئ چې درسره ښايي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.