څېړنه: له کوره بهر په هوټل کې ډوډۍ خوړل د شکرې ناروغي رامنځته کوي

 
امریکايي تازه څېړنه  لیکي: هغه کسان، چې په منظمه توګه  یا ډېر له کوره بهر په  هوټلونو کې  ډوډۍ خوري او یا هغه خواړه کاروي، چې ژر تیاریږي، دوی د شکرې ناروغۍ په دویم ډول اخته کیږي، چې دا بیا د زړه د ناروغۍ مهم لامل ګرځي.
څیړنه د هارورډ پوهنتون څیړونکو ترسره کړې ده، پرون یکشنبه یې دخپلې څیړنې پایلې د امریکا د روغتیا ملي انسټیټوټ NIH ته وړاندې کړې دي.
د څيړنې پرمهال څیړونکو د ۸۵ زره مېرمنو او ۴۱ زره سړیو ارزونې او څرګندونې څیړلې دي، یادې څیړنې ۳۶ کاله وخت نیولې، په ۱۹۸۶ ز کې پیل شوې ده او په ۲۰۱۲ ز کې پای ته رسیدلې ده.
کومو خلکو، چې په څيړنه کې ونډه درلوده دوی  د څیړنې په پیل کې دشکر ناروغي نه درلوده، نه د زړه پر کومې ناروغۍ اخته و او نه یې په کورنۍ کې داسې څوک تیر شوې وو، چې پر یادو ناروغیو دې  اخته شوې وي.
څیړونکو موندلې ده، هغو کسانو، چې هره ورځ دوه وخته ډوډۍ په کور کې خوړلې ده  په بله مانا داونۍ یې له ۱۱- ۱۴ ځلې ماښامنۍ او غرمنۍ په  کور کې خوړلې ده، دوی دهغو کسانو په پرتله، چې  داونۍ ۶ ځلې ډوډۍ په کور کې خوړلې ده ۱۳٪ د شکرۍ ناروغۍ څخه خوندي دي.
ډاکتر چنګ تڅونګ، چې دهاروډ پوهنتون دڅیړنې دګروپ مشر دی وايي: په تیرو ۵۰ کلونو کې په امریکا کې خلکو هغو هوټلونو  ته ډېره مخه کړې ده،چې ژر پخیدونکي خواړه مشتریانوته وړاندې کوي. نوموړی زیاتوي په همدغه ۵۰ کلونو کې په امریکا دشکرۍ دویم ډول ناروغي ډېره شوې ده.
نوموړی ډاکتر وايي: له کوره بهر تیار شوي خواړه دومره نه څارل کیږي په ټوله مانا صحي هغه نه وي، ځکه خو دماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو دچاغښت لامل ګرځي.
دیادونې دنړۍ په  هره برخه کې د شکرۍ ناروغۍ ثبت شوې ده د شکرۍ دناروغۍ دویم ډول دی، دا ناروغي د زیات وزن، دفزیکي حرکت نه  کول، منظم ورزش نه کول ، د وخت په تیریدو په وینه کې شکر زیاتیږي او کېدای شي  د زړه ناروغي، ړوندوالی، داعصابو ناروغي او دګردو دناکامۍ لامل وګرځي.
له بل پلوه د شکرۍ ناروغۍ لومړی ډول  هغه دی، چې د انسان دبدن دفاعي ځواک  هغه  حجرې له منځه یوسي، چې په وینه کې   دشکرې کچه کنترولوي.
دشکرې ناروغۍ نړیواله اتحادیه وايي : اوسمهال په ۴۳.۶ ملیونه  انسانان په منځني ختیځ، شمالي افریقا کې دشکر ناروغي لري، د ۲۰۳۵ ز په رارسیدو سره  به  یاده شمېره ۶۷.۹ میلونو ته ورسیږي.