څنګه نوښت وکړو؟!

 
لومړۍ برخه
کله چې د خلاقیت خبره رامنځ ته کېږي، زموږ ذهن سم د واره لیکوالۍ او هنر ته اوړي داسې فکر کوو چې یوازې لیکوال او هنرمند باید د خلاقیت قوه ولري؛ موږ دا هیله لرو چې لیکوال دې نوې کیسه ولیکي او هنرمند دې نوی فلم په نوې بڼه جوړ کړي، یا یو رسام باید په نوي سبک یوه تابلو رسم کړي، خو دا سم فکر نه دی. خلاقیت د نویو وسایلو د تولید په معنا دی، د ستونزو لپاره د نوې حل لارې پيداکول دي، د نویو او په زړه پورو موقعیتونو پيدا کول، یوه کار ته د داسې لارې پیدا کول دي چې تر پخوا په څو ځل آسانه او ګټوره وي خلاقیت دی.
کېدای شي په نوې بڼه د کارونو ترسره کول ځینې وختونه زموږ په زیان وي، ښایي دا هم موږ ته ګرانه خبره وي چې یوه کار ته څنګه نوې لاره پیدا کړو یا د خپلې نوې لارې له پایلې هم خبر نه وو، خو بیا هم نوښت او په نوې لاره تګ د انسان په وجود کې د خوښۍ او هوساینې احساس پيدا کوي، ځکه دا چې ژوند مو د معمول پر خلاف په نوې لار روان کړی وي، د تنوع او بدلون احساس مو ټول وجود ته په زړه پورې وي. کېدای شي له یوه نوښت نه په ژوند کې په زړه پورې خاطرې جوړې کړو نو راځئ چې نوښت وکړو.
نوښت لازمي وګنئ
تاسې د دې حق نه لری چې ټول ژوند په یوه بڼه تېر کړی یا هر کار په تکراري بڼه ترسره کړئ. تاسې باید موخه ولرئ هره ورځ په دې اړه فکر وکړئ چې څنګه کولی شی نوې او په زړه پورې تګلارې د ښه او خوندور ژوند لپاره پیدا کړئ. که تاسې په یوه اداره کې دېرش کاله کار وکړئ او هره ورځ په یوه بس موټر کې لاړ شی او را شی دا یو ډول او تکراري عمل ستاسې پر ذهن منفي اغېز کوي او ذهن مو خلاقیتونو او نوښتونو ته نه پرېږدې. تل بېل بېل کارونه وکړئ یو ډول کار هره ورځ مه تکراروئ کېدای شي یوه ورځ یو څه پياده مزل وکړئ د خپل کور شاوخوا هټۍ وګورئ، د خلکو ژوند وګورئ له خپلو همکارونو سره د خپل کارځای نږدې پارک ته ولاړ شئ، د خپل یوه ملګري کور ته ورشئ په لنډه توګه که ووایم هر کار چې درته په زړه پورې وي ویې کړئ، څو له یو ډول او معومل ژوند نه خلاص شئ.
یو کارپوه شی
د خپل کار او تحصیلي څانګې اړوند پوره او مهم مهارتونه زده کړئ او د خپل کار اړوند ډېره مطالعه وکړئ. په دې توګه د خپلې برخې او دندې کارپوه له ځانه جوړ کړئ، هر څومره مو چې پوهه او تجربه ډېره شي په همغه کچه مو د خلاقیت او نوښت قوه لوړېږي.
علم، پوهه او تخصص د قوي وزرو په شان تاسې ته د الوتنې قوت درکوي په هغې سره کولی شئ داسې لوړو غرونو او ستورو ته سفر وکړئ چې تاسې یې تصور هم نه وي کړی.
نوښت غوره امتیاز دی
داسې نه ده چې د هر یوه نوښت او کار لپاره دې تاسې ډالۍ ترلاسه کړئ، خو دا چې وکولی شئ یو څه په نوې بڼه وړاندې کړئ دا په خپله یو امتیاز او ډالۍ ده، روحیه مو تازه کېږي نوې بڼه اخلي او په کارونو کې مو سرعت او خوند رامنځ ته کېږي، په دې توګه کولی شی په ښه توګه خپلو ملګرو ته خدمت وکړئ، که موږ د یوه ښوونکي بېلکه راوړو چې هره ورځ ټولګي ته راځي په یوه بڼه او یو ډول خپل درس ورکوي هر څه یې ستړي کوونکي وي د زدکوونکو د جذب لپاره هیڅ هڅه نه کوي نو په دې کې خو هیڅ شک نشته چې زدکوونکي د داسې ښوونکي له درس سره مینه نه لري، خو ښوونکي ته بیا دا خبره مهمه نه ده  چې څوک یې خبرې ته غوږ نیسي که نه، یوازې خپل کار کوي او معاش اخلي؛ پر وړاندې یې بل ښوونکی وینو چې غواړي د زدکړې او تدریس بېلې بڼې وازمويي غواړي درس یې زدکوونکو ته په زړه پورې وي دا ښوونکی ټولګی هم ښه کنټرول کولی شي په دې توګه یې زدکوونکي له ده سره مینه لري او هره ورځ یې په مینه درس ته راځي همدارنګه کلونه وروسته له هغه ښوونکي سره اړیکې پالي او په درنه سترګه ورته ګوري له داسې ښوونکي ټول زدکوونکي په زړه پورې خاطرې لري.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.