
هانګ کانګی « ساموېل ټاک لي» یو له هغو کسانو څخه دی چې د جایدادونو او ځمکو له کاروباره میلیاردر شوی.
نوموړی په ۱۹۳۹ زېږدیز کال په هانګ کانګ کې زېږدېدلی دی. د ماشومتوب او لومړنیو زده کړو په اړه معلومات یې په رسنیو کې نه دي خپاره شوي؛ خو نوموړی د لوړو زده کړو او اکاډمیک بکرونډ درلودونکی میلیاردر دی.
د لسانس تر کچې زده کړې یې د سېول او د چاپیریال ساتنې د انجنیرۍ په برخه کې د ماساچوسېټ د ټکنالوژۍ په انسټېټیوټ کې کړې دي.
تر هغه وروسته یې د هاورډ پوهنتون د سوداګرۍ له څانګې ماسټري ترلاسه کړې ده. لومړنی کار یې په هاروډ کې د زده کړو پر مهال پیل کړی، خو د سوداګرۍ د پیل په اړه یې هم ډېر معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د هغه د سوداګریزو فعالیتونو په اړه معلومات له ۱۹۹۴ زېږدیز کال را وروسته د خلکو لاس ته ورغلي دي. نوموړي په همدې کال د برېتاینا په پلازمېنه لندن کې د « Langham Estate» په نوم د املاکو او جایدادونو یوه تاریخي کمپنۍ په ۷۵ میلیونه ډالره وپېرله.
د دې کمپنۍ تر اخیستو وروسته یې د نایټ برېج اپارټمېنټ په نوم کمپنۍ جوړه کړه. پر دې سربېره یې د « شفټېس بوري پي اېل سي» په نوم په یوه بله کمپنۍ کې هم ونډې وپېرلې چې په لندن کې یې ۵۸۰ هوتلونه او هټۍ درلودې.
نوموړی د معمارۍ په برخه کې د خپلو نوښتونو او د محاسبه شویو ریسکونو د منلو له کبله مشهور دی. د نوموړي کمپنۍ پر هانګ کانګ او لندن سربېره د جاپان په پلازمېنه توکیو او جینوا کې هم فعالیتونه لري.
لي په خیریه چارو کې هم خلاص لاس لري او په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې یې له هغه ښوونځي سره چې ده په کې لومړنی زده کړې کړې وې ۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه. پر دې سربېره یې د ماساچوسیټ د ټکنالوژۍ له انسټېټیوټ سره هم ۱۱۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د نوموړي په مرسته په دغه انسټېټیوټ کې د جایدادنو په برخه کې د کارپنځونونې یو لب جوړ شوی دی.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر په اوومه نېټه د ساموېل ټاک لي پانګه دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او د هانګ کانګ د میلیاردرانو ترمنځ ۲۰ ام ځای لري.
لي په ۲۰۱۴ کال کې خپله پخوانی مېرمن طلاقه کړې او اوس یې بل واده کړی دی.
دی اووه اولادونه لري او په هانګ کانګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.