د ډرونټې د برېښنا کوټ رغونې ته دې ځانگړې پاملرنه وشي

د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې د ننگرهار په بېلا بېلو ولسواليو کې ديارلس واړه برېښنا کوټونه جوړ شول او گټې اخيستنې ته وسپارل شول د دغو برېښنا کوټونو جوړښت په خپل ځاى ښه او د ستاينې وړ کار دى، خو که د ننگرهار د ولايت په کچ د ډرونټې برېشنا کوټ ته ځانگړې پاملرنه وشي او ددغې برېښنا کوټ ويجاړ توربين جوړ شي نو د ټول ولايت په کچ به برېښنا ورکړي د ولسمشر کرزي په اته کلنه دوره کې د ننگرهار په کچ د يو څه د رغونې کارونه شوي خو برېښنا، چې اوسني مهال يو مهم ارزښمن توکى دى دولت بايد ورته ځانگړې پاملرنه وکړي ولسمشر کرزي څخه هيله کوو، چې د برېښنا وزارت ته ځانگړې حکم وکړي، چې د ننگرهار د ډرونټې برېښنا کوټ په سمدستي توگه ورغوي که څه هم افغانستان ته نړيوالې مرستې ښه ډېرې راغلي دي خو د ننگرهار ولس اوس هم د برېښنا د ستر نشتوالي او گواښ سره مخ دى مونږ غواړو، چې د ننگرهار ولس د برېښنا څخه برخه من شي، بله دا، چې ننگرهار يو سرحدي او تجارتي ښار گڼل کيږي ننگرهار ته د برېښنا ډېر اړتيا ده نو په کار دى، چې د ننگرهار ولايت په کچ د برېښنا ستونزه هواره شي اوس که څه هم د گرمۍ موسم مخ په ختميدو دى خو د برېښنا اړتيا له پامه نه غورځول کيږي نو دولتي چارواکي، نړيواله ټولنه د برېښنا وزارت او په ځانگړي توگه د ولسمشر کرزي څخه ځانگړې غوښتنه کوو، چې د ننگرهار د برېښنا ستونزې هوارې کړي او لږ تر لږه د ډرونټې  د برېښنا کوټ وران توربين زر تر زره جوړ کړي، ځکه، چې اوس د ننگرهار د ډرونټې برېښنا کوټ په يو  توربين کار کوي که دغه برېښناکوټ په اصلي بڼه له سره ورغول شي نو امکان شته، چې گاونډيو ولايتونو ته هم بشپړه برېښنا ورکړي او ننگرهار پخپله ترې برخه من شي
qadirandewal@yahoo.com
Pakhtoonpost@gmail.com