
لکه د ګوګل پلټونکي ماشین په څیر فیسبوک هم ستاسو ټولې هغه پلټنې، خوښونې ، نظرونه او د نورو پاڼو لیدنې چې تاسو په دې نړیواله اجتماعي شبکې کې ترسره کړي دي ، ساتي . له بده مرغه هر څوک کولای شي چې په یوه کلیک کولو سره ستاسو پټ تاریخ او رازونو ته لاس رسی په هغه حال کې ولري چې تاسو خپل د فیسبوک اکاونټ مثلا په وظیفه کې پرکمپیوټر خلاص پریښی وي، او یا دې خپل خاص موبایل چې هر پروګرام ته کود نه لري د یو چا سره پریښی وي . لکه څنګه چې ګوګل دی همداسې د فیسبوک شبکه هم خپلو کاروونکو ته دا صلاحیت ورکړی چې د خپل تاریخ یوه برخه لرې او یا یې په کلي ډول په ډیره اسانه طریقه له مینځه ویسي . لومړی ګام : د خپل کمپیوټر او یا موبایل په پورتنۍ برخه کې د پلټنې خانې ته ورشي لکه څنګه چې یې په تصویر کې وینۍ . دوهم ګام : د پلټنې په خانه کې کلیک وکړۍ نو د سکرین پر ښي طرف به درته د "Edit " کلمه ښکاره شي . پر دې کلمې کلیک کړۍ . دریم ګام : د " ټولې پلټنې پاکې کړۍ " او یا د "Clear all searches" اختیار کلیک کړۍ . همدارنګه کولای شۍ چې یواځې خاصې پلټنې لرې او یا مسحه کړۍ ، نو ددې لپاره د هرې پلټنې تر مخه پر هغې علامې کلیک کړۍ او له مینځه یې یوسۍ . ددې لپاره ستاسو اسرار او پلټنې ساتي ! : ددې لپاره چې ولې فیسبوک ستاسو تاریخ ساتي ، نو دغه شبکه هم هغه دلایل او سببونه وړاندې کوي کوم یې چې ګوګل وړاندې کوي . غواړي چې ستاسو سلوک ، کړه وړه او د خوښې شیان وپیژني تر څو په راتلونکي کې ستاسو د پلټنې لاره اسانه کړي . د مثال په توګه تاسو یو ځل د فیسبوک د پلټنې خانه کې د افغانستان کلمه وپلټله ، نو په راتلونکې ځل چې تاسو یواځې د ( آ ) حرف د پلټنې خانه کې ولیکۍ ، نو د افغانستان کلمه به په لومړي سر کې د نورو نتیاجو سره در ښکاره شي ، تر څو ستاسو د پلټنې عملیه نوره هم اسانه کړي . تصویر : https://www.facebook.com/photo.php?fbid=873945486054471&set=a.251159038333122.55656.100003170832000&type=3&theater ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ژباړن: عبدالله دانشیار د الازهر پوهنتون د شریعة والقانون پوهنځي د لومړي کال محصل