له اسپانيا سره آشنا شئ

 
اسپانيا د ايبري په ټاپووزمه كې د اروپا په جنوب لويديځه برخه كې پروت هيواد دى .
دغه هيواد له جنوب ختيځ څخه د مديترانې د سمندر او له جنوب لويديځ او لوديځ څخه د اطلس سمندر او له شمال څخه د كانتابريا په وسيله چاپېر شوى دى .
په مديترانه سمندر كې د بالئار او په اطلس سمندر او دافريقاپه لويديځ كې د قناري ټاپوګان هم د اسپانيا خاوره ګڼل كيږي . د مراكش په شمال كې دسوتا او مليا ښارونه چې د دوه كور واكه سيمو په توګه اداره كيږي هم د اسپانيا خاوره شمېرل كيږي .
اسپانيا په لويديځ كې له پرتګال ، په شمال كې له فرانسې او اندورا ، په جنوب كې له جبل الطارق سره چې د برتانيا له پولې بهر سيمو سره تړلى دى ګډې پولې لري .
اسپانيا په  ۵۰۴۰۳۰ كيلومټره مربع پراخوالي سره د ايبري ټاپووزمې تر ټولو لوى هيواد  دى . پرتګال او اندورا د ايبري د ټاپووزمې نور جوړوونكي هيوادونه دي .
اسپانيا همدغه راز له فرانسې وروسته د لويديځې اروپا دوهم ستر هيواد هم ګڼل كيږي .
سياسي ځانګړنې :
د اسپانيا سياسي نظام د دموكراټيكې او پارلماني نوعې مشروطه سلطنتي دى . دغه هيواد دوه پارلمانونه لري چې يو يې د استازو د جرګې په نوم د قانون جوړونې جرګه ده او ۳۵۰ غړي لري چې د څلورو كلونو په موده كې د يو پړاو لپاره د خلكو په مستقيمه رايه ټاكل كيږي .
بله جرګه يې سنا نوميږي چې ۲۵۹ غړي لري . پدې كې ۲۰۸ كسان د خلكو په مستقيمه رايه او ۵۱ نور يې د سيمه ايزو قانون جوړوونكو لخوا ټاكل كيږي . دغه جرګه هم څلوركلنه دوره لري .
اجرائيه قوه هم د وزيرانو څخه جوړه شوې ده چې د حكومت د مشر يا لومړي وزير لخوا اداره كيږي . د حكومت مشر د ملي پارلمان لخوا د ټولټاكنو په وسيله ټاكل كيږي او پاچا ته ورپيژندل كيږي .
اسپانيا د سياسي اداري ويش له نظره هم له خپلواكو ايالتونو څخه جوړ شوى دى او له سوئيس ، آلمان او بلجيم وروسته په اروپا كې د اداري سيستمونو تر ټولو غير متمركز اداري سيسټم لري .
ټول ايالتونه په روغتيايي او ښونيزو زمينو كې خپلواك عمل كوي . د كاتالونيا او باسك د ايالتونو په ځينو برخو كې حكومتي پوليسو هم خپل ځاى خپلواكو ايالتي پوليسو ته سپارلى دى .
 
اقتصاد :  
اسپانيا په ۱۹۸۶ كال كې د اروپايي اتحاديې د هيوادونو له جرګې سره يو ځاى شو . اسپانيا پرمختللى هيواد دى او د نړۍ نهم او د اروپا پنځم اقتصادي قدرت دى .
د ۲۰۰۶ كال د احصائې له مخې د اسپانيا داخلي ناخالص عايد په دغه كال كې ۱.۰۸۴ تريليونه ډالره وو .  د ۲۰۰۶ كال په اكتبر كې وړاندې شوې احصائې هم د دې ښودنه كوي چې په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه له  ۷.۶ سلنه څخه زياته ده . په داسې حال كې چې په دغه هيواد كې د ۱۹۹۰ لسيزې په لومړيو كلونو كې له ۲۰ فيصدو څخه لوړه وه . په اسپانيا كې تورم د دغه هيواد د اقتصاد د كمزورۍ ټكى بلل كيږي  .
 

 
 
تاريخ :
اسپانيا لرغونى تاريخ لري چې له تاريخ وړاندې مهالونو ته ګرځي . اسپانيا د روم د امپراتورۍ تر ولكې لاندې هم د دغه امپراتورۍ مهمه سيمه شمېرل كيده .
په منځنيو پيړيو كې اسپانيا د جرمنيانو په ولكه كې ورغله او څو پېړۍ وروسته په بشپړه توګه مسلمانانو فتح كړه . په ۱۴۹۲ كال كې په اسپانيا كې د مسلمانانو واكمني پاى ته ورسېده او په همدې كال كريسټف كلمب د سمندري ځواك په مټ د امريكا لويه وچه وموندله .
د امريكا د لويې وچې موندنه د اسپانيا د امپراتورۍ د جوړېدو او په دغه لويه وچه د ښكيلاكي ولكې لپاره مقدمه شوه . اسپانيا په شپاړسمه او اولسمه پېړۍ كې د اروپا تر ټولو ځواكمن هيواد ګڼل كيده . خو د پرله پسې جنګونو پښېدلو دغه هيواد كمزورى كړ .
د نولسمې پېړۍ په لومړيو كلونو كې هم د جنوبي امريكا هيوادونه و توانېدل چې په خپلو مبارزو سره د اسپانيا له ولكې بهر شي .  د شلمې پېړۍ په منځنيو كلونو او د اسپانيا په كورنيو جنګونو كې د جمهوري غوښتونكو له ماتې وروسته جنرال  فرانكو په دغه هيواد كې واك په لاس كې واخيست او كابو درې لسيزې يې دغه هيواد په ظالمانه توګه اداره كړ . د فرانكو له مرګ وروسته اسپانيا له اروپايي اتحاديې سره يوځاى شوه او ددغه هيواد په تاريخ كې هم نوى پړاو پيل شو .
اسپانيا په يوه نظر كې :

پراخوالى
504.030 كيلومټره مربع
نفوس
45.116.894  ميليون نفر
پلازمينه
مادريد
پولي واحد
يورو
انټرنيټي ادرس
es.
ټلفوني كود
34+