
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د پاکستان د مالي چارو وزارت ځينو سرچينو څرگنده کړې، چې د پاکستان په نرخونو کې به لوړوالى راځي، چې دې خبرې د پاکستان ولس سخت اندېښمن کړى د برېښنا د کموالي له امله اوس هم زياتره ولس په لاريونونو بوخت دى د روژې د مياشتې پر مهال وخت په وخت برېښنا نه وي، چې ولس يې د حکومت او برېښنايي چارواکو خلاف راپارولى په اقتصادي ډگر کې برېښنا ځانگړى ارزښت لري او اوس، چې يې د نرخونو د پورته کيدو خبره کيږي خو په اقتصادي ډگر کې يې پر ولس ځانگړې اغيزې لري، خو اوس د پاکستان حکومت ته په کار دي، چې لږ تر لږه د برېښنا د نرخونو د پورته کيدو پرېکړه عملي نه کړي، ځکه، چې زياته اغيزه يې پر غريب ولس پريوځي خو اوس، چې د ماليى چارو وزارت اعلان کړى، چې د راتلونکي اکتوبر څخه به د پاکستان د برېښنا په نرخونو کې په پړاويزه توگه پورته والى راشي دا په خپله د وخت څخه مخکې ولس ته يوه بد زيرى دى که څه هم د پاکستان حکومت څرگنده کړې، چې مونږ به د برېښنا د کموالي د پوره کيدو لپاره د نړيوال بانک څخه مرسته غواړو او په دې لاره کې نړيوال بانک ورسره ژمنه کړې، خو بيا هم د برېښنا نرخونو د پورته کيدو جواز نه موندل کيږي او حکومت ته په کار دي، چې دغه اعلان بېرته واخلي او ولس اړ نه کړي، چې د برېښنا د نرخونو د پورته کيدو خلاف يو ځل بيا په لاريون لاس پورې کړي، چې بيا ولس د غصې له امله ملکي ودانيو ته تاوان رسوي، چې داپخپله د ولس په اوږو يو بل بوج دى، چې يواځې ولس پرې اغيزمن کيداى شي.
qadirandewal@yahoo.com