
د عربي نړۍ مشهور فیلسوف جبران خلیل جبران وايي که نه شې کولی چې په مینه کار وکړئ یا له هغه کار سره چې ترسره کوی یې مینه وکړئ؛ غوره ده له کاره لاس پر شی، په کوڅه کې کېنئ او له هغو کسانو صدقه وغواړئ چې له خپل کار سره مینه لري.
له کار سره مینه د بریا اساسي شرط دی. د همدې مینې په برکت ځینو کسانو له داسې برخو ژوندونه جوړ کړي چې سړی باور نه شي ورباندې کولی.
زموږ او ستاسې ډېری له کمپيوټري لوبو سره مینه د وخت ضیاع بولو؛ خو کوریایی« کېم بویوم سو» له کمپیوټري لوبو سره د مینې له مخې په دې برخه کې له پانګونې میلیاردر شوی دی.
نوموړی د سویلي کوریا د پلازمېنې سیول په یوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی. پلار یې د قلمو د تولید په فابریکه کې کارکوونکی او مور یې د هوټل ګارسیونه وه. دی او څلور نور وروڼه او خویندې یې له خپلې نیا سره په یو اوطاقه اپارتمان کې اوسېده.
کېم په بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی و؛ خو دغه کار هېڅکله د نوموړي د شتمنېدو مخه ونه نیوله. دی د خپلې کورنۍ لومړنی کس و چې کالج ته یې لاره وموندله او تر کالج وروسته د سیول ملي پوهنتون ته بریالی شو.
په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال له یوه ملګري سره معرفي شو چې د انټرنېټ له لارې یې کمپیوټر سره وسل کړي وو او چټ یې کاوه.
دی وايي همدا یې په ژوند کې لومړی ځل و چې انټرنېټ یې ولید. له پوهنتون تر فراغت وروسته له داسې یوه بنسټ سره د دندې په لټه کې شو چې کمپیوټر وکاروي، له همدې کبله یې له سمسونګ سره کار پیل کړ. شپږ کاله یې له دې کمپنۍ سره کار وکړ. د څه وخت لپاره یې د ویډیويي لوبو مرکز پرانیست چې خلک به ورتلل او د هر ساعت په بدل کې به یې ده ته شاوخوا یو ډالر ورکاوه.
له همدې لارې تر لاسه کړې پیسې یې ټولې کړې او یو څه یې له ملګرو واخیستې او د انلاین لوبو کمپنۍ یې ورباندې جوړه کړه.
د هنګېم په نوم د دې لوبې مشتریان په دریو میاشتو کې یو میلیون کسانو ته ورسېدل. د مشتریانو په ډېرېدو سره یې په یوازې ځان د هغوی غوښتنو ته ځواب نه شی ویلی، له همدې کبله یې له سمسونګ سره د کار د دورې یوه ملګري ته چې د پلټنې یوه انلاین کمپنۍ یې درلوده د شراکت وړاندیز وکړ.
د دوی دواړو د رهبرۍ په پایله کې د هغوی وېبپاڼه په سویلي کوریا کې تر ټولو ډېره کتل کېدونکې وېبپاڼه شوه.
په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې کله چې په لومړي ځل په سویلي کوریا کې سمارټ فونونه دود شول له نوموړي سره نوی فکر پیدا شو او هغه د مسجونو د یوه اپلېکشن جوړول و. له همدې کبله یې د ۲۰۱۰ کال په مارج کې د « کاکاو ټاک» په نوم اپلېکشن بازار ته وړاندې کړ چې د مشتریانو له تاوره هرکلي سره مخ شوی او له برکته یې نن دی میلیاردی دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر د درېیمې نېټې د شمېرو له مخې کېم دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۱ ام او په سویلي کوریا کې اووم ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او سیول کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.