ګوېنټر او ډانیلا؛  د هېرز کورنۍ میلیادران

 
ګوېنټر او خور یې ډانیلا هېرز له هغه کاروبار میلیاردران شوي چې له پلاره ورته پاتې شوی.
پلار یې له یو بل کس سره په ګډه د جرمني په هامبورګ کې کافي شاپ پرانیست. دوی په ګډه د خپل کار د پراختیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې؛ خو پلار یې « مکس» په ۱۹۶۵زېږدیز کال کې مړ شو.
د پلار تر مړینې وروسته د کاروبار مسئولیت ګوېنټر ته پاتې شو. نوموړی په دغه وخت کې ایله د ۲۴کلونو و. ده د خپلې کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره د پلار هغه ایډیا عملي کړه چې ویل به یې ، په هر هغه ځای کې به څانګه پرانیزي چېرې چې قهوه پلورل کېږي او یا څښل کېږي.
ګوېنټر خپل فعالیتونه یوازې د قهوې په سوداګرۍ پورې محدود نه کړل، بلکې له دې سوداګرۍ په ترلاسه کړو پیسو یې خپله کورنۍ سوداګري نورو برخو ته هم وغځوله.
په ۱۹۷۷کال کې یې د « بییرسډورف» په نوم د یوې کمپنۍ ونډې وپېرلې او د همدې ونډو له لارې تر ۱۹۸۰کال پورې د هامبورګ د سګرېټو د مخکښې کمپنۍ « Reemtsma» ستر ونډوال شو.
په دې کمپنۍ کې خپلې ونډې یې په ۲۰۰۲زېږدیز کال کې پر امپریال ټباکو کمپنۍ په ۵،۲میلیارده یورو وپلورلې.
له دې معاملې ترلاسه کړې پیسې یې د خصوصي ونډو په یوه بنسټ کې بندې کړې. د مېفېر په نوم دغه بنسټ په ۲۰۰۶زېږدیز کال کې د جرمني د حمل نقل د مشهورې کمپنۍ « Germanischer Lloyd» ونډې وپېرلې.
په ۲۰۱۲زېږدیز کال کې کمپنۍ ومنله چې د ناروې له « ډېټ نورسک وېرټاس» کمپنۍ سره به ادغام کېږي. تر ادغام وروسته د « DNV GL Group» په نوم د ګمپنیو د ګروپ ۳۵سلنه ونډې مېفېر ته ورسېدې. له دغه ګروپ سره ۱۶۰۰۰کسان کار کوي او کلني عواید یې دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي.
مېفېر پر دې سربېره د اېټالوي خوړو په یوه حلقوي رسټورانټ کې هم ونډې لري. دغه رسټورانټ چې په جرمني کې ۱۲۰څانګې لري اوس یې په جاپان او چین کې هم د څانګو د پرانیستلو اراده کړې ده.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵زېږدیز کال د نومبر د دویمې نېټې د شمېرو له مخې کوېنټر او ډانیلا هېرز هر یو یې جلا جلا دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ام او په جرمني کې۴۵ام ځای لري.
کوېنټر واده کړی، دوه اولادونه لري په هامبورګ کې ژوند کوي.
ډانیلا هم واده کړی؛ خو اولاد نه لري او دا هم په هامبورګ کې اوسي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.