
د مغزو د حجروي جوړښت په یوه څنډه کې داسې یو ارګان شته، چې د معمول له مخې افکار د ځان خوا ته راکاږي. تر اوسه ساینس پدې ندی توانېدلی، چې معلوم کړي دغه ارګان (شپږم حس) د مغز په کومه برخه کې موقعیت لري. د هغوی په نظر دا مهمه نده چې چېرته موقعیت لري، مهمه دا ده چې د انسان مغز د فزیکي حواسو په پرتله، ددغه ناملموس حس په وسیله د وړ پوهې د جذب او کشف وړتیا لري. ذهن په عمومي ډول هغه مهال دغسې پوهه د ځان خواته راکاږي، کله چې د سختو تحرکاتو تر نفوذ لاندې راځي. هر هغه بیړنی عمل چې احساسات را پاروي او له عادي حالت ورهاخوا د زړه ضربان ته شدت ورکوي، معمولاً شپږم حس په فعالیت راولي. هر هغه چا چې د موټر چلولو پر مهال د راتلونکو پېښو په اړه مخکې له مخکې خبرداری ترلاسه کړی وي، پدې پوهېږي چې په ورته حالاتو کې شپږم حس د سړي مرستې ته رادانګي او د سترګو په رپ کې د دغسې پېښو مخه نیسي.
ما دغو ټکو ته ددې لپاره اشاره وکړه، چې روښانه کړم زما شپږم حس د هماغو شپنیو مشورتي ناستو په برکت ډېر فعال شوی و او له همدې امله مې د مفکورو، انګیزو او پوهاویو د ترلاسه کولو په برخه کې ذهن چټک شوی دی.
ځینې وخت چې زه له بیړنیو پېښو سره مخ شوی یم، ځینې خو یې دومره خطرناکې وې، چې ان زما ژوند ته یې ګواښ پېښاوه، خو زما د مشورتي ناستې له امله فعال شوي شپږم حس په معجزانه ډول ماته د دغو پېښو په اړه مخکې له مخکې خبر راکړی او زه یې ژغورلی یم.
زما هدف زما له خیالي مشورتي ناستې، په اصل کې پرځان د تلقین په وسیله د خپل تحت الشعور تر اغېز لاندې راوستل او د هغو ځانګړتیاوو خپلول و، چې ترلاسه کولو ته یې لېواله وم. په وروستیو کلونو کې زما تجربو په بشپړه توګه متفاوت بهیر خپل کړی.
اوس زه له ستونزو سره د مخامخ کېدو په صورت کې خپلو خیالي مشاورینو ته مخه کوم. له دغه تصور وروسته ډېروخت زه په خپلو ستونزو برلاسی کېږم، که څه هم په بشپړه توګه پدې تصوري ناستې اکتفا نه کوم.
د ارامې ودې خارق العاده ځواک
شپږم حس داسې کوم شی ندی، چې یو سړی ترې په ارادي ډول ګټه واخلي. ددغه ستر قدرت د کارولو وړتیا د هغو دوولسو نورو اصولو په مرسته چې پدې کتاب کې ذکر شوي دي، ورو ورو رامنځته کېږي.
مهمه نده چې تاسې څوک یاست یا مو ددې کتاب له مطالعه کولو څخه موخه څه ده، کولی شئ په دې څپرکي کې د توضیح شوي اصل له پوهاوي پرته ترې ګټه پورته کړئ. تاسې کولی شئ، په ځانګړي ډول د پیسو یا نورو مادي اهدافو ترلاسه کولو په موخه له دغه کتاب څخه ګټه پورته کړئ.
د شپږم حس اړوند څپرکی مو ددې لپاره پدې کتاب کې ور زیات کړی دی، ترڅو یو سړی وکولی شي ددې په لوستو سره هرې هغې موخې ته ځان ورسوي، چې په خپل ژوند کې یې لري. د ټولو لاسته راوړنو سرچینه لېوالتیا ده او د هغه د پای ټکی د هغې پوهې ترلاسه کول دي، چې په وسیله یې یو سړی ځان، نور، د طبعیت قوانین او خوشحالي پېژندلی شي. د یادولو ده چې دغه پوهه یوازې له شپږم حس سره د بلدتیا او د هغه د استعمال له لارې ترلاسه کېدی شي.
ددغه څپرکي د لوستو پر مهال باید تاسې دې ته متوجه شوي یاست، چې د لوستلو پر مهال د ذهني تحرک کچه لوړه شوې وه. په زړه پورې ده! یوه میاشت وروسته یو ځل بیا په دغه څپرکي را وګرځئ او یو ځل بیا یې ولولئ. تاسې به پخپله وګورئ چې د لوستو پر مهال مو ذهني تحرک شدت مومي. دغه تجربه مو بیا بیا تکرار کړئ. ددې په کیسه کې مه کېږئ، چې پدې څپرکي کې د توضیح شوي اصل په اړه مو څومره څه زده کړل، مهمه دا ده چې دا به تاسې ته یو داسې ځواک درکړي، چې پر مټ یې تاسې هر ډول زړه نا زړه توب له منځه وړلای شئ. دا هغه قدرت دی، چې تاسې به په هر ډول ډار او وېرې برلاسی او پایښت به در په برخه کړي. دا قدرت د تصور وړتیا لوړوي او هغه ناملموس قوت رامنځته کوي، چې د هر مفکر رهبر، هنرمند، موسیقي پوه، ستر لیکوال او وتلي سیاستوال د روحیې تر شا وجود لري. په دې صورت کې تاسې کولی شئ په ډېرې اسانۍ سره خپله لېوالتیا د هغه په فزیکي معادل بدله کړئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.